کابل پولیس

د کابل پولیسو تشکیل دوه برابره کیږي

امرالله صالح:

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ټاکل شوې د امنیتي میثاق شپږ نیمو غونډو طرحې پر بنسټ، د کابل پولیسو تشکیل دوه برابره شي.

ښاغلي صالح نن (دوشنبه، ۸ مرغومې) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، پرتله ییزې ارزونې ښودلې چې ان د ثبات او ارامۍ حالت کې هم کابل د نړۍ او په ځانګړي ډول درېمې نړۍ هېوادونو پرتله تر ټولو کم پولیس لري.

صالح لیکلي د کابل پولیسو تشکیل کې زیاتوالی په حوصله او دقت سره تر سره کیږي. د هغه په وینا، دې جوړښت ته د هغو خلکو چې په شرایطو او معیار برابر نه وي، مخه یې نیول کیږي.

هغه ټینکار کړی چې د پولیسو جلب لپاره معیار ټاکل کیږي او له معیارونو یو یې له کشف او تحقیقه د لومړنۍ زده کړې لرل دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې: «کله چې څارنوالي یا محاکمې لکه څنګه چې په کار ده هسې یې د عدالت دایره کې نه شي راوستی، په کشف او تحقیق کې پرېکون دی.»

ښاغلي صالح ویلي د دې ستونزې حل لپاره یې په ساده ژبه د جرم تشریح او د دوسیې تحریک یا خوځښت لاره لیکلې او د جیبي کتابچې په څېر یې د کابل پر پولیسو وېشلې ده.

هغه زیاته کړې چې د ارماني پړاو رسېدو پورې، کابل کې غرنۍ پوستې پوځ واک کې اخلي او د ټولو موسسو د پوستو او د کورنیو چارو وزارت د ځینو برخو مسوولیت د عامه ساتنې تصدۍ ته ورکولو کیږي.

د صالح په وینا، د عامې ساتنې تصدۍ ته د بنسټونو امنیت ساتنې مسوولیت سپارل د دې لامل شوي څو لږ تر لږه ۵۰۰ پولیس بېرته خپلو اصلي دندو ته ور وګرځي.