SM

پر کاج ښوونیز مرکز برید؛ د هرات اوسیدونکو د قربانیانو په یاد شمعې بلې کړې

اطلاعات روز: د هرات ښار یو شمېر ځوانانو د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید قربانیانو په یاد کې شمعې بلې کړې.

دوی پرون ماښام (دوشنبه، ۱۱ د تلې) په المهدي جبریل ښارګوټي کې د شمعو لګولو ترڅنګ د هدفي وژنو د بندیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د تعلیمي مرکزونو امنیت دې تامین شي.

دغه راز د ایران په پلازمېنه تهران کې مېشت یو شمېر افغانانو د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز د برید د قربانیانو په یاد کې د افغانستان سفارت مخې ته شمعې بلې کړې.

دوی د کابل په لوېدیځ کې دغه برید وغانده او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني او د دغه جنایت مخه دې ونیسي.

د د تېرې جمعې په سهار (۸ د تلې) د کابل په لویدیځ هزاره میشتې سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو.

اطلاعات روز ته یو شمیر سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ۵۴ او د ټپیانو شمېر ۱۱۲ ته رسېدلی دی.

دغه برید پراخ غبرګونونه او اعتراضونه راپارولي دي.