انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې د نيمګړو پروژو نا معلوم برخليک

اطلاعات روز: د ارزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې لسګونه نیمګړې پروژې چې د تېر جمهوري حکومت پرمهال یې د رغیدو چارې پېل شوې وې مګر واک ته د طالبانو رسیدو سره یې چارې په ټپه دریدلي او اوس له بیرته ویجاړیدو سره مخ دي.

خلک د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د دغو نیمګړو پروژو نیمګړي کارونه پېل او ګټې اخیستنې ته دې وسپاري.

محمدشفيق چې د ترينکوټ ښار د خيرو کاريز اوسیدونکی دی وايي، د دوی په سيمه کې يو لوی جامع جومات چې په ميليونونه افغانۍ لګښت ورباندې شوی او نږدې ۸۵ سلنه يې چارې یې بشپړې شوي، خو د طالبانو راتګ سره يې د رغيدو چارې په ټپه دریدلي او که همدغه ډول پاتې شي په راتلونکي ژمې کې به په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

نوموړي په دي اړه اطلاعات روز ته وويل: «زموږ په کلي کې يو جامع جومات دی په ټول ولايت کې په دغه ډول جامع جومات نه دی جوړ شوی تير حکومت بیخي زيات مصرف پرې کړی  بس لږ کار يې پاتې دی چې دغه بشپړ شي نور به د استفادې وړ شي.»

د عبدالله شاه په نوم د ارزګان ولايت يو بل اوسيدونکی هم وایي، چې دې ولايت کې په لسګونه داسی عامه پروژې شته چې کارونه يې نيمګړي پاتې دي او رغيدو ته اړتیا لري.

دی وايي، د طالبانو حکومت ته په کار ده چې د نيمګړو پروژو پاتې کارونه بشپړ کړي ترڅو خلک یې له اسانتياو برخمن شي.

هغه وویل: «تاسو خبر ياست چې د ارزګان په مرکز او ولسواليو کې د بیارغوني هغه پروژې چې زياته ګټه يې عامو خلکو ته رسيږي اوس د جدي تخريب له ګواښ سره مخ دي حکومت ته په کار ده چې ددغو پروژو بیا رغوني ته جدي پاملرنه وکړي او ژر ترژره يې کارونه پیل کړي.»

د معلوماتو له مخي دا مهال ارزګان ولايت کې د خيرو کاریز په نوم جامع جومات، د سولې پارک، د ترينکوټ د ښاروالۍ رياست ميلمستون، د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ په رياست کې د غونډو لوی تالار اوترڅنګ يې په مرکز او ولسواليو کې ګڼې وړې او غټې پروژې شاملې دي.

ارزګان کې یو جامع جومات چې د بشپړیدو کارونه یې نیمګړي پاتې دي. انځور: اطلاعات روز

د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې په دغو پروژو کې د يو شمير مالي لګښت د ړنګ شوي حکومت لخوا او يو شمير نور مصارف بیا د نړيوال بانک لخوا ورکول کيده خو دا مهال بې سرنوشته پاتې دي.

ورته وخت کې یو شمېر انجینران هم د دغو پروژو د چارو نيمګړو پاتې کېدو ته انديښمن دي.

ارزګان ولايت کې د ساختماني چارو يو تن انجينر غلام فاروق فرهاد وايي، هغه پروژې چې کارونه يې نيمګړي پاتې دي د وخت په تيريدو سره نور هم ورته زيان رسيږي او په راتلونکي کې به دوه برابره مصارف ورباندي راشي.

نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هغه پروژې چې دا مهال يې کارونه نيمګړي پاتې دې بشپړې کړي او ددغه لوی زيان مخه دې ونيسي.

د ده په خبره: «کله چې د ساختماني پروژو کارونه نيمګړي پاتې وي يو اساسي ستونزه يې داده چې د وخت په تيريدو سره بیا نورې هم تخريب کيږي او بل دا چې څومره چې اوس ښه کار ورباندی کيږي د وخت په تيريدو سره بیا نه کيږي اوس طالبانو ته په کار ده چې په ټول ولايت کې هغه پروژي چې کارونه يې نيمګړي پاتې دي بشپړې کړي که نه په راتلونکي کې به بیا اړتيا وي چې تردې هم په زياته اندازه مصارف ورباندې وکړي.»

انجینران وایي، هغه پروژې چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي که پر وخت بشپړې نه شي بیرته تخریبیږي. انځور: اطلاعات روز

په دغه پروژو کې چې د يو شمير د جوړیدو چارې یې د ترينکوټ د ښاروالۍ پر غاړه دي مسوږلين يې ژمنه کوي چې د يادو پروژو د پاتې کارونو د بشپړيدو لپاره به کار وکړي.

د ترينکوټ ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال مولوي محمدرفيق هنر وايي، دوی د يادو نيمګړو پروژو د بشپړولو لپاره له مرکز سره خبرې کړي او هيله لري چې ژر تر ژره به يې کارونه پیل شي.

هغه وايي:«موږ دخلکو دغه ستونزې سره يو ځاي کړي او مرکز ته موږ ليږلي، هيله شته چې په ښاروالۍ پورې تړلو پروژو کارونه پېل شي.»

 دغه راز ارزګان کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم ژمنه کوي چې د تېر حکومت د نيمګړو پروژو ساختماني کارونه به بشپړ کړي.

د ارزګان په ولايت کې د واحد عملیاتي ادارې د نظارت ولایتي مسوول انجینر شبیر احمد همایون وايي، چې هغه پیسې چې د قراردادي شرکتونو پر دولت پاتې دي لومړی به دوی هغه پیسې ورکړي او ورسته به د نيمګړو پروژو د بشپړولو چاري پېل کړي.

هغه زياته کړه:«هغه حسابونه چې پر دولت د خلکو پاتې دي اول به هغه حسابونه موږ شرکتونو ته ورکړو وروسته به ان شاالله په ټول افغانستان کې د دغه نيمګړو پروژو د رغيدو چاري پيل شي.»

د ارزګان ترڅنګ د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د دغه ډول رغنيزو پروژو کارونه نيمګړي پاتې دي او اړتيا ده چې د بشپړيدو لپاره يې د طالبانو حکومت پاملرنه وکړي.