سور صلیب: افغانستان کې بشري اړتیاوې ورځ په ورځ زیاتیږي

اطلاعات روز: د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې بشري اړتياوې ورځ تر بلې زياتېږي.

دغې کمېټې نن (دوشنبه، ۲۵ د تلې) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د کونډو او یتیمانو په ګډون په میلیونونو خلک د خوراکي توکو د موندلو لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.

په دې ویډیو کې یو سړی وايي، چې هغه هیڅکله پوره خواړه نه خوري. هغه زياتوي چې له سهار تر ماښامه پورې په سل افغانۍ کار کوي.

د سره صليب له خوا په خپره شوې ويډيو کې يو بل سړی بیا وايي، که مرسته ورسره ونه شي، ښايي خپله کورنۍ د لوږې له امله له لاسه ورکړي.

د سره صليب نړيواله کمېټه زیاتوي، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د دغه مخ پر زياتېدونکي بشري ناورين په مخنيوي کې مرسته وکړي.

افغانستان د طالبانو له راتګ وروسته له بشري ناورین سره مخ شوی دی. ویل کېږي چې د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او مرستو ته اړتیا لري.