اطلاعات روز: د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان سره خپله لومړنۍ رسمي لوبه ترسره کوي.
دغه سیالۍ نن (شنبه، ۳۰ د تلې) د افغانستان په وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې د استرالیا په پرت ښار کې پیلیږي.
د افغانستان د کرکټ ټیم انګلستانی روزونکی جانتن ټراټ ویلي، چې لوبډلې یې دې لوبې ته ښه تیاری نیولی دی.
هغه بي بي سي سره د افغان لوبډلې په تړاو ویلي، چې یاده لوبډله لوړ استعداد لري او ډاډ یې ښودلی چې نړیوال جام کې به د ګڼو لوبو د ګټلو هڅه وکړي.
دغه راز د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر جوش بټلر هم ویلي، دغې لوبې ته یې ښه چمتووالی نیولی خو د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په اشارې زیاته کړې چې لوبه به ورته اسانه نه وي.
د افغانستان لوبډله له دې مخکې په شل اوره نړیوال جام لوبو کې لوبېدلې، خو تراوسه یې دغه جام نه دی ګټلی.
افغانستان د استرالیا په روان جام لوبو کې دوه تمریناتي لوبې له بنلګه دېش او پاکستان سره ترسره کړې چې له بنګله دېش یې ګټلې او له پاکستان سره لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.
په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته دولس لوبډلو لار موندلې چې په دوو ګروپونو ویشل شوې دي.
افغانستان په لومړي ګروپ کې د کوربه اسټرالیا، نیوزلینډ، انګلستان، سري لانکا او آیرلینډ سره دی.
په دویم ګروپ کې بیا بنګله دیش، هند، پاکستان، جنوبي افریقا، هالنډ او زمبابوې دي.
یاده دې وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بله لوبه د اکټوبر په ۲۶مه له نیوزیلنډ سره ده.