پکتیکا

پکتيکا کې د انجونو هېڅ لېسه نشته

خبریال: امېد اشنا

د پکتيکا ولايت غوڅ اکثريت انجونې له زده کړو بې برخې دي او په دې ولايت کې تر اوسه د انجونو هېڅ ځانګړی ښوونځی او لېسه نشته.

په سوېل ختيځ کې پروت د ۲۲ ولسواليو لرونکی دا پراخ ولايت د نورو برخو سربېره په ښوونيزه برخه کې هم وروسته پاتې دی او اسانتياوې پکې ندي برابره شوې.

که له يوې خوا په دې ولايت کې انجونو ته د زده کړو لازمې اسانتياوې ندي برابر شوې، نو له بل پلوه خلک هم پر خپلو لوڼو او خوېندو د زده کړو نه کولو او ناغيړي له امله پړه بلل کيږي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکی علي احمد زده کړه پر ټولو مسلمانانو لازمه بولي او وايي چې اسلام انجونو او هلکانو دواړو ته دا حق ورکړی دی.

احمد د انجونو زده کړې اساسي چاره يادوي او وايي تر څو چې په ټولنه کې انجونې زده کړې ونکړي، ټولنيزې ستونزې به راکمې نشي.

نوموړي زياته کړه:«د يوه هلک په باسواده کېدو يو نفر باسواده کيږي، خو د يوې انجلې په باسواده کېدو پوره کورنۍ اباديږي؛ ځکه چې سبا مور ده.»

د دې ولايت د خيرکوټ ولسوالي اوسېدونکی عبدالمجيد بيا وايي چې دولت په دې ولايت کې انجونو ته د زده کړو اسانتياوې ندي برابرې کړې او نه يې په دې اړه خلکو ته ذهنيت ورکړی دی.

نوموړی ټينګار کوي چې ديني عالمان او مدني فعالان بايد د زده کړو پر اړتيا، ګټو او لزوم خلکو ته لازم پوهاوی ورکړي او پرېنږدي چې راتلونکي نسلونه له دې مهم نعمت څخه محروم پاتې شي.

هغه وويل:«په هغو سيمو کې چې ډېر خلک اوسيږي، په مرکز ښرنه او د ولسواليو په مرکزونو کې دې د جينکيانو لپاره خاص مکتبونه جوړ شي، سم محيط دې ورته برابر شي، د ټولنې مخور خلک دې خپلې لوڼې مکتبونو ته وليږي او نور دې هم وپوهوي، په دې دا ډول حالت سميږي.»

ديني عالم قاري فضل رحمن هم له زده کړو د انجونو پاتې کېدل د خواشيني وړ بولي او وايي چې اوس په دې اړه تر پخوا ډېر ذهنيت برابر شوی او په کار ده چې اړوندې ادارې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

نوموړي وويل:«که انجلۍ زده کړې وکړي، خپل حقونه او مسوليتونه او د نورو حقونه پېژندلی شي، ټولنه سمه روزلی شي. اسلام وايي چې طلب العلم فريضه علی کل مسلم او مسلمه. نو دا د اسلام حکم دی او په مناسب چاپېريال کې زده کړې کول د هرې انجلۍ حق دی؛ د دوی دا حق بايد تلف نشي.»

د پکتيکا ولايتي اداره هم دا ستونزه مني او وايي چې د دې حالت د سمون او بدلون لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

والي ډاکټر مجيب رحمن څمکنی د انجونو د زده کړو په اوسني ناوړه حالت خواشيني څرګندوي او وايي چې تېرو مسولينو په دې اړه غفلت کړی دی.

څمکني وويل چې د پکتيکا ولايت امنيتي وضعيت د ډېری ولايتونو په نسبت ښه دی او نه يوازې د انجونو زده کړو، بلکې د پرمختيايي پروژو پلې کولو ته هم پکې شرايط برابر دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې اړه يې کار پيل او په تېرو دوه کلونو کې يې په دې برخه کې ځينې اقدام کړي او اوسمهال د انجونو زده کوونکو شمېر يو څه زيات شوی دی.

والي وايي:«يو طرف ته به خوشبختي ورته ووايم او له بل طرف بدبختي چې سږکال اولين وار و، چې شپږ انجونو په کانکور ازموينه کې ګډون وکړ؛ همدارنګه په لومړي ځل له عالي دارالمعلمين څخه ۲۶ جينکيانې فارغې شوې.»

ډاکټر مجيب رحمن څمکنی په دې برخه کې د خلکو همکاري اړينه بولي او وايي چې دوی د انجونو د زده کړو لپاره اسانتياوې برابروي او خلک بايد خپلې خوېندې او لورګانې زده کړو ته وليږي.

څمکني وويل چې د ډېرو ټولنيزو او نورو ستونزو حل د انجونو په ښوونه کې نغښتی او خلک بايد د دوی او د ټولنې د نېکمرغه راتلونکي لپاره په دې برخه کې خپل مسوليت تر سره کړي.

نوموړي زياته کړه:«زه چې نوی راغلم، په شرنه کې د اناثو دارالحفاظ و، هغه ته هم انجونې نه لېږل کېدې، خو نن الحمدلله هغه خلاص دی او زياتې انجونې پکې حفظ کوي او مدرسې خلاصې شوې. که د ولس داسې همکاري وي او خلک خپل مشکل واقعا درک کړي او په دې پوه شي چې زموږ لپاره له ټولو ستونزو د حل لاره د هلکانو او انجونو تعليم دی، نو دا حالت به ژر بدل شي.»

د پکتيکا ولايت اوسېدونکو په ادارو کې د دې سيمې د اوسېدونکو له کمبود هم شکايت کاوه، چې د مسولينو په خبره يې لوی لامل يې د خپلې سيمې د کادرونو او پر شرایطو د برابرو ځوانانو کمبود و، خو په وروستۍ ازموينه کې يې د دې سيمې ګڼو ځوانانو ته لومړيتوب ورکړی او په دندو يې ګمارلي دي.