اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د IHH په نوم يوې ترکي موسېسې ۵۰۰ معلولينو ته ویلچرونه وویشل.
کندهار کې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو چارو ریيس سید محمد طاهر آغا وایي، ياد ویلچرونه د يوې شفافې پروسې له لارې د دې رياست په هڅو او د IHH موسېسې په مالي ملاتړ پر ۵۰۰ معلولینو باندې ووېشل شوه.
نوموړی زیاتوي، دغو معلولينو تر دې وړاندې ویلچر بايسکیلونه نه درلودل او په ډېر ستونزمن حالت کې له يوه ځای څخه بل ځای ته تلل.
دده په وينا، کندهار کې يې د معلولینو د ثبت لړۍ پيل کړې او ډېر ژر به د شهيدانو او معلولينو رياست له لوري ټولو معلولینو ته معاش حواله کړي.
د کندهار د شهيدانو او معلولينو ریيس په خبره، دا ډول کسان مرستو ته اړتيا لري او هڅې يې پېل کړي ترڅو له بېلابېلو موسېساتو سره يو ځای د دغه ډول معلولينو سره مرستې وکړي.
تردې وړاندې کندهار کې يو شمېر معلولینو د طالبانو د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له فعاليتونو څخه شکايت کوه او ویل یې چې د ډیر وخت راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او په بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي.