ننګرهار کې سوداګر شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله یې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.
سوداګرو دغه څرګندونې ننګرهار ته د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي شورا مشاور سره په کتنه کې کړي دي.
دوی وایي، د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله په دغه ولایت کې د شوکاڼي ۴۵ صنعتي فابریکې تړل شوي دي.