سرپل کې نامعلومو کسانو یو سړی شکنجه کړی او وژلی دی

اطلاعات روز: سرپل ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي تاییدوي چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو سړی شکنجه کړی او وژلی دی.

دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، ۱۴ د لړم) د صياد ولسوالۍ په «انګشکه» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرپل ولايت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند دين محمد نظري وژل شوی کس د محمد نعيم په نوم یاد کړ او ويې ويل چې دغه سړى لومړى وهل شوى ټکول شوی او وروسته یې په یوه دسمال خفه کړی دی.

نوموړي د وژل شوي کس د هویت په اړه څه ونه ویل.

د نظري په وينا، تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده څرګنده.

په دې وروستیو کې د پټو وژنو پېښې زیاتې شوې دي.

دوه شپې وړاندې ناپیژانده وسله والو په فاریاب کې د مالګې د یوه کان دوه کارکوونکي او یو امنیتي کس په ډزو وژلي وو.