د ارزګان مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته غځیدلې لویې لارې په اساسي ډول جوړیږي

د طالبانو ارزګان ولایت د ټولګټو چارو رياست ریس مولوي نظام الدین نظامي وايي پلان لري چې د ارزګان د مرګز ترينکوټ څخه ولسوالیو ته غځیدلې لويي لاري په اساسي ډول جوړي کړي.

هغه دغه خبرې په ارزګان کې د یو شمیر پلچکونو د ترميم د ډبرې ايښتولو په مراسيمو پرمهال وکړې.

په ورته مهال دارزګان لپاره د طالبانو والي مولوي علي جان احمد وايي ټول امکانات به پر لاره واچوي ترڅو ارزګان ته غځيدلې ټولې لاري په اساسي ډول جوړي کړي.

دی وايي په لومړی مرحله  کې به د يادو لارو جغل اندازې ترسره کيږي او وروسته به په اساسي ډول جوړي شي.