د بدخشان پامیر میشتو قرغزیانو د تابعیت تذکرې ترلاسه کړې

اطلاعات روز: د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د دې ادارې یوه پلاوي د بدخشان واخان ولسوالۍ ته د یوه سفر په ترڅ کې د پامیر د غرونو اوسېدونکو ته د تابعیت تذکرې وېشلې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د پامير ولسوالۍ ٥٧١ اوسېدونکو د تابعيت تذکرې ترلاسه کړي دي. د خپرو شویو انځورونو له مخې، دوی ته کاغذي تذکرې ویشل شوي، په داسې حال کې چې دا مهال په ښارونو کې بریښنايي تذکرې ویشل کیږي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي ویلي چې په راتلونکي پړاوونو کې به پاتې کسانو ته هم د تابعیت تذکرې وویشل شي.

دې ادارې د پامير بدخشان د ټول نفوس په اړه چې ډېرى يې قرغزي توکمي دي، څه نه دي ويلي. ویل کېږي چې یوازې په کوچني پامیر کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کورنۍ ژوند کوي.

پامیر میشتي دا مهال د ١٧مې او ۱۸مې پېړۍ په امکاناتو ژوند کوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

څه موده وړاندې د ملي ټلویزیون له خوا په خپاره شوي مستند فلم کې د قرغزیانو د لږکیو یو غړی عبدالحق وایي، چې د دوی ژوند ورځ تر بلې سختیږي. نموړی زیاته کړې: «نن ۲۱مه پېړۍ ده، خو موږ د ۱۷مې او ۱۸مې پېړۍ ژوند پرمخ وړو.»

د هغه په وينا، د پامير اوسېدونکي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري او وړې ناروغۍ يې ژوند اخلي.

د هغه په خبره، چې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه هم لوړه ده. هغه وایي، په هرو لسو مېرمنو کې پنځه يې د زېږون پر مهال مري. ویل کیږي چې د میندو د مړینې له امله په پامیر کې د ښځو نفوس د نارینه وو په پرتله کم دی.

دغه راز  پامیر میشتي  وايي، چې د دوی ماشومان هم زده کړو ته لاس رسی نه لري.

پامیر میشتي قرغزیان اوس مهال بانکنوټونه کم کاروي او راکړه ورکړه په حیوانانو ترسره کوي.

يو له دوی څخه وایي چې په پامير کې له چوپاني پرته بل کار نشته.