لغمان کې ۵۵ رغنیزې پروژې تر کار لاندې دي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۵۵ پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي.

د لغمان لپاره د طالبانو والي زین العابدین عابد وایي، په یادو پروژو کې د اوبو سربندونه، ویالې، سړکونه، د اوبو چک ډیمونه او تر ټولو لویه پروژه د شاهي کانال ده چې بشپړیدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.

دی زیاتوي، له یادو پروژو یې د زیاتو چارې په بشپړیدو دي او ځینې به یې په نږدې راتلوونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

والي همداراز زیاتوي چې په یو شمېر نورو پروژو کې به هم چې په نږدې راتلونکي کې په لغمان کې پیلېدونکي دي سلګونه ځوانان بوخت کړي.

د لغمان والي ولسونو ته په دغه ولایت کې د متوازن انکشاف د رامنځته کیدو ډاډ ورکوي او هم ټینګار کوي چې دغه پروژې به د کیفیت له اړخه په اساسي توګه پرې کار وشي چې د اوږد مهال لپاره ترې ګټه واخلي.

نوموړي په پانګوال او نورو مرستندویه موسېساتو غږ کوي چې په لغمان کې امنیت تر پخوا ښه شوی او ښه فرصت دی چې د بیاروغونې په برخه کې لاس په کار شي.

بل خوا د لغمان اوسیدونکي هم د یادو پروژو له پیل خوښ دي او وایي، په اقتصادي برخه کې به ورته زیاته ګټه ولري.

د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی پرویز خان په دې پروژو کې د خلکو د برخې اخیستنې سربیره له حکومت غواړي، چې د دا شان پروژو په پلي کیدو سره دې د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

پرویز خان زیاتوي:«مونږ ډیر زیات خوشاله یو چې په لغمان کې په زیاتو پروژو کار پیل شوې، خو له حکومت غواړو چې خلکو ته دې د کار زمینه نوره هم برابره کړي او د بې روزګارۍ مخنیوی دې د داشان پروژو په پيل سره وکړي؛ ځکه په دې پروژو سره خلکو ته کار هم پیدا کیږي او ابادي هم رامنځته کیږي.»

لغمان کې طالب چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د بنسټیزو پروژو د پلي کیدو او په دې برخه کې د پلان خبر ورکوي چې، د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې خلک د متوازن انکشافي پروژو شکایت کوي او له حکومت په دې برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.