د ارزګان خلک د بې وزلۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې یو شمیر کورنۍ وایي، د طالبانو له واکمنېدو سره یاد ولایت کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې او اړ شوي چې په کور دننه یوه ولایت او یا یوه بهرني هیواد ته کډه وکړي.

دوی زیاتوي، د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله مجبور دي چې خپل کلی کور پریږدي او بل ځای ته ولاړ شي.

سيدمحمد چې د ارزګان ولايت د چنارتو ولسوالۍ اوسيدونکی دی وایي، دا مهال په سخت غربت کې ژوند کوي او داسې کوم کار هم نشته چې خپلو اولادونو ته پرې ډوډۍ پیدا کړي، نو مجبور دی چې په قاچاقي لارو یوه بهرني هیواد ته مخه کړي.

هغه چې مخکې په ارزګان کې د يوه خصوصي شرکت سره کار کاوه زیاتوي، تر سياسي بدلون وروسته دغه خصوصي شرکت خپل فعاليتونه درولي چې ورسره د ده  ژوند هم سخت شوی او نه پوهيږي چې څه ډول خپل د ژوند چارې برابرې کړي.

د ده په خبره، چې غواړي د خپلې کورنۍ لپاره ديوې ګولې ډوډۍ ترلاسه کولو په هدف ګاونډي هېواد پاکستان ته کډه وکړي.

نموړي وویل:«هيڅ شی نه پیداکيږي ټول خلک بهرنیو هیوادونو ته روان دي، په ۱۰۰ افغانۍ هم څوک کار نه راکوي.»

په ورته وخت کې د ارزګان د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو یو شمیر نور کسان هم وايي، چې د کاري بوختیا نشتون او وچکالۍ له امله اړ شوي چي له هیواده کډ وکړي.

خلک ویره لري که حالت همداسی دوام وکړي نو د مهاجرت روانه لړۍ به پراخه او ډیری خلک به هیواد پریږدي.

دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د نړيوالو سره دې اړیکې پراخه کړي او داسې يو حکومت دې جوړ کړې چې په کور د ننه او په نړيواله کچه مشروعيت ترلاسه کړي.

ارزګان کې د یوې بې ځای شوې کورنۍ ماشومان.

د ارزګان دوه اوسيدونکو غلام رسول او صابر باچا په دې اړه وویل: «په کار داده چې دلته يو ټولشموله او داسي حکومت جوړ شي چې هم داخلي او هم بهرنۍ مشروعيت ولري.»

«که د طالبانو حکومت د خلکو اقتصادي حالت ته پاملرنه ونه کړي لېرې نه ده چې د مهاجرت دغه لړۍ به خورا پراخه شي ځکه هغه کسان چې ټوله ګوزاره يې په دغه معاش ده هغه ټول اوس له معاش څخه بې برخې پاتې دي.»

بلخوا مدني فعالان هم په هېواد کې پر بيروزګارۍ او د خلکو اقتصادي وضعيت ته انديښمن دي.

د ارزګان دوه تنه مدني فعالان احمدجاويد خپلواک او عطا‌‌‌ءلله افغان د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي ترڅو د خلکو اقتصادي حالت ښه شي او د کډوالۍ مخه ونيول شي.

دوی وايي، چې د طالبانو حکومت ته په کار ده چې د افغانستان د اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره د نړيوالو سره خپلې اړیکې ښې کړي.

جاوید وایي:«د ټول هېواد په سطحه بحراني حالت راغلی چې لامل يې وچکالي او بیکاري ده په دې سره خلک په خراب وضعيت کې دي.»

عطاءالله بیا زیاتوي: « د خلکو وضعيت خراب دی طالبان باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي د ځوانانو د تېښتې مخه ونيسي چې دغه ستونزې حل شي او زموږ ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.»

یوه بې ځایه شوې کورنۍ چې خپل روزګار د غره څخه د بوټو په راوړلو او پلورلو چلوي.

په ورته وخت کې په ارزګان کې د طالبان ولايتي مسوولين هم تاييدوي چې په هېواد کې د بیروزګارۍ کچه لوړه شوې، خو وايي چې دوی د کاري فرصتونو د جوړيدو په هڅو کې دي.

د ارزګان لپاره د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست د کار امر صفت الله وايي، چې دوی يو پلان جوړ کړی چې پر مټ به يې بیرزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

نوموړی وايي، چې دوی به د کاري فرصتونو لپاره هم خصوصي سکتور پياوړی کړی او ترڅنګ به يې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه خلاص کړي.

دی زیاتوي: «رشتيا هم په دې اوس وخت کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې موږ ته وزارت دوه پلانونه په لاس راکړي اول دا چې دغه خصوصي سکتور به پیاوړی کړو ترڅو ځوانان بیا هلته په کار شي او بل دا چې وزارت پلان لري چې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي چې په دې سره به هم زيات ځوانان پر کار شي او د بیروزګارۍ مخه به ونيول شي.»

د مسوولینو په خبره، د وزارت سره یی په دې اړه جدي کار پېل کړی ترڅو داسې یوه تګلاره او طرحه جوړه کړي تر څو هیواد کې د بې کارۍ دغه کچه راټیټه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وایي، ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد ډالر افغانستان ته د بشري مرستو په موخه استولي دي.