انځور: ټولنیزې رسنۍ

کابل کې پر یوه جومات وسله وال برید؛ طالبان: د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، د پلازمېنې په نهمه حوزه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په یوه جومات کې په ډزو وژل شوي دي.

دا ډله ییزه وژنه نن (چهارشنبه، ۲ د لیندۍ) د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د خواجه رواش په سیمه کې په یوه جومات کې شوې ده.

 کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دغه جومات کې یوه وسله وال کس د ټوپک په ډزو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

ځدراڼ اطلاعات روز ته وويل، چې د لومړنيو څېړنو له مخې، دغه وژنه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د مجرمينو د نيولو لپاره د طالبانو د امنیتي ځواکونو هڅې دوام لري.

ځايي سرچينې وايي، دغه وسله وال بريد نن سهار د لمانځه پر مهال شوى دى. د دغو سرچینو په وینا، په دې برید کې درې عبادت کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

څو ورځې وړاندې د پلازمېنې په کارته نو سیمه کې د جومات ملا امام او یو لمونځ کوونکی په یوه وسله وال برید کې وژل شوي وو.