افغانستان او ایرلنډ

ایرلنډ سره د افغانستان کرکټ سیالیو لوبلړۍ د جنوري په ۲۱مه پیلیږي

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو د یوې ورځنۍ سیالیو لوبلړۍ د روانې میاشتې په ۲۱مه پیلیږي.

کرکټ بورډ د دې لوبو مهالوېش نن (چهارشنبه، ۱۷ مرغومې) په خپلې فېسبوکپاڼې خپور کړی دی. د کرکټ بورډ په وینا دغه لوبې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي ښار په شېخ زاید لوبغالي کې تر سره کیږي.

په ټوله کې له ایرلنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې پام کې نیول شوي، چې پیل یې د همدې روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه او دوه نورې یې هم د همدې میاشتې په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کیږي.

دا په داسې مهال ده چې د کرکټ بورډ په وینا، ټاکل شوې لوبډله متحده عربي اماراتو ته رسېدلې او دغو لوبو ته په تیاریو بوخته ده.