اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ نړيوال پنځوس اوريز جام ته چې په پام کې ده هند کې ترسره شي مستقیما لار ومونده.
افغانستان هغه وخت د ۲۰۲۳ نړيوال جام لپاره خپل ځای نور هم پوخ کړ چې د تېرې يکشنبې (۶ د لیندۍ) په ورځ يې په سريلانکا کې له سريلانکايي لوبډلې سره لوبه د باران له کبله بې نتيجې پای ته ورسېده.
افغانستان د تېرې ورځې بې نتيجې لوبې له کبله پنځه نور پواينټونه هم واخيستل او په دې سره د افغانستان ټول پواينټونه ۱۱۵ شول. په دې سره افغانستان د لوبډلو په درجه بندۍ کې اووم ځای خپل کړی او لار موندونکې اته لوبډلې به په هند کې کېدونکي نړيوال جام ته مستقيما ځي.
که څه هم د دې پنځه پواينټونو اخيستل د افغانستان لپاره ښه خبر دی، خو بل پلو سريلانکايي لوبډله له سخت حالت سره مخ ده او نړيوال جام ته يې د دوی د مستقيم تګ هيلې پيکه کړې دي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان او سريلانکا د راتلونکې چهارشنبې په ورځ بيا سره مخامخ کېږي، د دواړو لوبډلو لپاره به د دې لوبي ګټل نهايي مهم وي او سريلانکا به بشپړه هڅه کوي چې د لوبې په ګټلو سره لس نور پواينټونه ترلاسه کړي ترڅو نړیوال جام ته یې مستقیم تګ اسان شي.