اطلاعات روز: ننګرهار کې سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز جلال ښار د صرافۍ مارکیټ په داخل کې چاودنه شوې ده.
یوې سرچینې اطلاعات روز وویل، دغه چاودنه نن (سې شنبه، ۱۵ د لیندۍ) ماسپښین ۲:۰۰ بجې رامنځته شوې ده.
سرچینه وایي، چاودنه د صرافۍ مارکیټ په داخل کې د صرافانو د بولې پر مهال شوې چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره یې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه لري.
ورته مهال یوې روغتیایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه چاودنې څخه شپږ ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال شوي چې ټول صرافان دي.
دغه راز جلال اباد ښار کې هم د هغه امبولانسونو غږونه اوریدل کیږي چې د چاودنې له ځایه مړي او ټپیان روغتون ته انتقالوي.
جلال اباد د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
د یادې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.