خوست

خوست کې چاودنې دوه ملکیان وژلي او یو پولیس یې زخمی کړی

اطلاعات روز: امنيتي مسوولين وايي خوست کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوه ملکیان وژلي او يو پوليس افسر يې ټپي کړی دی.

د امنيه قوماند ویاند عادل حیدر وايي دغه چاودنه نن (پنج شنبه، ۱۸ مرغومې) ماسپښین د خوست ښار لويديځ لور ته د مټه چينې په سيمه کې د پولیسو پر رینجر موټر پسې شوې.

حیدر وویل: «د سړک غاړې ماین و، کله چې رینجر ور رسېدلې، چاودنه یې کړې، چې متاسفانه زموږ دوه ملکي هېوادوال پکې شهیدان شوي او یو پولیس افسر پکې ټپي شوی دی. وسله والو ترهګرو د خلکو لخوا د اوربند او سولې غوښتنې سره سره وطن ورانولو ته ادامه ورکوي.»

د خوست د د ولايتي ملکي روغتون مسوولين هم وايي چې دوی ته د‌ پېښې له ځايه دوه جسدونه ور وړل شوي دي.

د پېښې مسووليت تر دمه چا نه دی منلی.