انځور: اطلاعات روز

د ارزګان خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

اطلاعات روز: د ارزګان خلک شکایت کوي، چې پاکو اوبو ته یې لاسرسی سخت شوی او د خپلې اړتیا وړ اوبه د ترینکوټ له سیند څخه ترلاسه کوي.

محمدولي چې د ارزګان ولايت اوسيدونکی دی وايي، چې څو کاله کيږي چې د سيند له اوبو څخه د څښاک لپاره استفاده کوي او زياتوي چې په بېلاپېلو ناروغیو یې اخته کړي دي.

هغه وايي، چې روغتيايي کارکوونکو هم څو ځله ورته ويلي چې د يادو اوبو څخه باید استفاده ونه کړي خو په خبره یې چې مجبوره دي او بله لار  نه لري.

نموړی زیاتوي، چې د يادو اوبو خوند او رنګ هم په بشپړ ډول خراب دی او خپله دی دومره توان نه لري چې پاکې اوبه له یوه بل ځایه پیدا کړي.

هغه وايي:« خلک د اوبو په برخه کې بیخي زياتې ستونزه لري ډير خلک د دغه رود ناپاکې اوبه د څښاک لپاره راوړي پخوا اوبه زياتې وې، دولت دې پام ورته وکړي لږ تر لږ په سيمو کې دې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي.»

يوازې کليوال او د لېرې پرتو سيمو خلک نه دي چې له دغه ډول کړاوونو سره مخامخ دي بلکې ددې ولايت په ښار کې هم پاکو اوبو ته لاس رسی سخت شوی او هټۍ وال د پاکو اوبو ترلاسه کولو لپاره ډير زخمت ګالي.

ارزګان کې ډیری خلک د څښاک لپاره د دغه ولایت د سیند له اوبو څخه ګټه پورته کوي. انځور: اطلاعات روز

محمدشفيق چې په ترينکوټ ښار کې يوه هټۍ لري اطلاعات روز ته وويل، چې هره ورځ له لېرې فاصلې څخه د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره اوبه راوړي او بیا ترې استفاده کوي.

نوموړی زیاتوي، چې خپل شکايت يې ارزګان کې د طالبانو ولايتي ادارې ته هم رسولی چې د ښار خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري خو وایي، چې لاهم یې ستونزه نه ده حل شوې.

ددغه کس په خبره، په ښار کې د معدني اوبو قيمتونه هم لوړ دي او دوی د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولای دغه اوبه راونیسي.

نوموړي زياته کړه:« پخوا چې به خلکو شل جريبه ځمکه کرله سږکال يې نيمه هم نه ده کرلې ځکه اوبه نشته خلک د اوبو په برخه کې بیخي زياتې ستونزې لري دولت دې ددغو خلکو سره مرسته وکړي او د اوبو يو سيستم دې ورته جوړ کړي.»

ارزګان چې د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی اوسيدونکي يې په ټولو برخو کې له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او ډيرو خدماتو ته لاس رسی نه لري.

په دغه ولايت کې د معدني اوبو یوازې يو شرکت دی چې ددغه شرکت د مسوولينو په خبره اوس د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د زم زم په نوم د معدنې اوبو د شرکت مسوول رحمت الله اطلاعات روز ته وويل، چې ورځ تربلې اقتصادي ستونزې زياتيږي او خلک زړه نه ښه کوي چې له دوی څخه معدنې اوبه واخلي.

هغه وايي که وضعيت دغه ډول دوام وکړي شرکت به يې سقوط شي.

نموړي زياته کړه:«دغه معدني اوبه اوس څوک نه کاروي چټلې اوبه کاروي کنه دغه اوبه ډيرې ښې دي د هر ډول ناروغيو څخه انسان ساتي خو خلک دغه اوبه نه کاروي او زموږ کاروبار ورسره هم خراب شوی دی.»

اوبه چې تر اکسیجن وروسته د ژوند لومړنۍ اړتیا بلل کېږي ډاکټران وایي چې پاکې باید استفاده شي.

روغتيايي کارکوونکي وايي، د ارزګان ولايت ډیری خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ککړو اوبو څخه استفاده کوي.

ډاکټر نورمحمد چې په ترينکوټ ښار کې په يوه روغتون کې متخصص دی وايي، چې هره ورځ ورته په لسګونه هغه ناروغان مراجعه کوي، چې ناپاکه اوبو څخه یې ګټه پورته کړي وي.

دغه ډاکټر له خلکو غوښتنه کوي چې د ځان ساتنې لپاره پاکې اوبو استفاده کړي.

هغه وويل:«دغه زموږ روغتون ته که ووايم د ورځې تر ۱۷۰ يا ۱۸۰ ناروغان راځي د ټول يوه ستونزه وي ډير خلک د معدې، پښتورګو او په نورو ناروغيو اخته وي چې دغه ناروغۍ زياتې د ناپاکو اوبو څخه پيښيږي موږ خلکو ته سپارښتنه کوو چې د درملنې څخه وقايه غوره ده هغه مصرف چې دوی یې د درملنې لپاره کوي په کار ده چې مخکې په دغه پيسو د ځان لپاره پاکې اوبه برابرې کړي.»

دغه راز ارزګان ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم مني چې په دې ولايت کې ډير خلک پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس قاري اغاولي قريشي وايي، چې دوی هڅه کوي ترڅو په ټولو سيمو کې عامو خلکو ته د پاکو اوبو سيستم جوړ کړي.

هغه وايي، اوس هم يو شمير بشرپاله موسېساتو په دې ولايت کې د اوبو ذخيرې جوړې کړي دي.

ارزګان کې یو شمیر موسېساتو د پاکو اوبو ذخیرې جوړې کړي ترڅو خلک ورڅخه د څښاک لپاره ګټه پورته کړي. انځور: اطلاعات روز

نوموړي زياته کړه:«موږ تل هڅه کوو چې د هغو سيمو د اوسيدونکو لپاره د پاکو اوبو زمينه برابره کړو چې خلک یې د پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ وي په دې برخه کې موسېساتو زموږ سره همکاري کړي ده او د اوبو ذخيرې يې جوړې کړي چې خلک پاکو اوبو ته لاس رسی پیداکړي.»

په دې وروستیو کې ارزګان او زابل ولایتونو کې د شدیدې نس ناستې ناروغۍ پیدا شوې وه چې د روغتياپالانو په خبره لامل يې پاکو اوبو ته د خلکو نه لاس رسی وو.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دوی د یوې تازه سروې له مخې، افغانستان کې  ۷۹سلنه کورنۍ د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې همدا راز لیکلي چې دوی به په راتلونکي ۲۰۲۳ کال کې نهه میلیونه وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.