د طالبانو له لوري د تعلیمي نصاب بياکتنه؛ له دې وروسته به د ښوونځيو کتابونه څرنګه وي؟

اطلاعات روز: د مکتبونو د تعلیمي نصاب د ارزونې لپاره د طالبانو د معارف کميسيون ځانګړې کميټې غوښتنه کړې چې ځيني مضامين دي حذف شي او د کتابونو په منځپانګه کې دې بدلونونه راوستل شي. همدا راز له کتابونو څخه د ذي روح (ژونديو) شيانو د انځورونو لېرې کول د دې کميټې يو وړانديز دی.

د دې راپور له ذکر شوې نیټې سره سم، چې یوې نسخې ته یې هشت صبح ورځپاڼې هم لاسرسی موندلی، مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږي د دغې ډلې له لوري يوه کميټه ټاکل شوې وه، چې د ښوونځيو تعلیمي نصاب ته کتنه وکړي او دې کميټې خپل راپور د ۱۳۹۹ لمريز کال د وږي مياشتې په نهمه نېټه وړاندې کړی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان د ښوونځيو زدکړييز نصاب «د کابل د ګوډاګۍ ادارې تر نظر لاندې جوړ شوی او د چاپ لګښت يې يهودي او غير مذهبي هيوادونو ورکړی دی.»

د ښوونځيو د کتابونو انځورونه

د طالبانو کميټې د ښوونځيو په کتابونو کې د انځورونو په اړه ويلي، چې په دې کتابونو کې «د ژونديو شيانو ډېر عکسونه راغلي دي او د انځورونو په څرنګوالي کې ډېر مفاسد پټ دي او د دين دښمنان ترې د زده کوونکو د انحراف لپاره استفاده کوي.»

د دې کميټې په باور، د ښوونځي په کتابونو کې «د غربي، غير شرعي او غير افغاني يونيفورمونو انځورونه دي او زده کوونکي پردي فرهنګ ته هڅوي».  

همدا راز د طالبانو ټاکل شوې کميټې د ښوونځي په کتابونو کې د ځوانو نجونو انځورونه «غير اسلامي او غير افغاني» عمل ګڼلی دی او ويلي يې دي چې داسې کار بې‌حجابۍ ته هڅونه ده.

همدا راز، دې کميټې په خپل راپور کې ويلي، چې په دې کتابونو کې د نارينه وو او ښځو داسې لوڅ عکسونه راغلي چې ورزش کوي او ستر يا هم حجاب پکې نه دی مراعت شوی.

د طالبانو ټاکل شوې کميټې د موسيقي د وسايلو انځورونه لکه ډول، رباب او نور موسيقۍ د زده کوونکو هڅول ګڼلي او همدا راز د ملي اتڼ انځورونه يې غير انساني او غير شرعي عمل ته د شاګردانو تشويقول بللي.

د جنګ او جهاد تر منځ نه توپير

د طالبانو دې کميټې د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي چې د ښوونځي په کتابونو کې د جنګ او جهاد تر منځ توپير نه دی شوی او «داخلي جنګونو ته هم د جهاد رنګ ورکړل شوی دی، تر څو د جهاد فريضه بدنامه کړي.»

د دې کميټې د ادعا له مخې د جهاد بهير په جنګ سره تعبير شوی او د وطن د ورانونې سبب يې ګڼلی دی:«هڅه شوې ده چې زده کوونکي له جهاد څخه نفرت وکړي او سولې ته میلان پیدا کړي چې ګويا شرعي امر دی، که څه هم سوله د اشغال تر سيوري لاندې وي.»

طالبان د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد خپله جګړه «جهاد» بولي. انځور: AfP

د دې ډلې د معارف کميسيون له لوري ټاکل شوې کميټې ټينګار کړی دی چې زده کوونکي بايد د «جهاد»، د هغه د احکامو او اهدافو په اړه بشپړه تشرېح ورکړل شي، تر څو د هغوی تر منځ د جهاد او ازادۍ روحيه را ژوندۍ شي.

د نوروز جشن حرام دی

دې کميټې په خپل راپور کې ويلي، چې په ځينو کتابونو کې د ميلو او مشاعرو يادونه شوې ده چې «حرامې» او «ناروا» دي.

د طالبانو د معارف نصاب د ارزونې کميټې ټينګار کړی، چې ښوونکی بايد زده کوونکو ته ووايي چې د اسلام دين د مسلمانانو لپاره خپلې د خوښۍ ورځې لري او د هغو د لمانځنې امر يې کړی دی، لکه د اختر ورځې.

دې کميټې ټينګار کړی چې د نوروز لمانځل حرام دي او بايد په کلکه يې مخنيوی وشي. همدا راز د ټاکل شوې کميټې په وينا، په ټولو «مروجو ميلو او مشاعرو کې قمار او بد اخلاقۍ کېږي چې ناروا دي، خو که دا شيان پکې ونشي، بيا پروا نه لري.»

بشري حقوق او د ښځو حقوق

د طالبانو ټاکل شوې کميټې په خپل راپور کې بشري حقوق هم را اخيستي او ويلي يې دي چې د ښوونځي په کتابونو کې د بشري حقونو يادونه شوې ده او له غربي معيارونو سره سم تشرېح شوي دي.

د طالبانو د کميټې په وينا، په ډېری کتابونو کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو يادونه شوې ده. د طالبانو دې کميټې ويلي چې طالبان بايد دا حقوق د اسلام په چوکاټ کې زده کوونکو ته بيان کړي او «د کومو حقونو ادعا چې غرب کوي، په حقيقت کې د ښځو پر حقونو تېری دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې له کار کولو او نجونې تر شپږم پورته ټولګي له زده کړو محرومې شوې دي.

له څه باندې یوه کال راهیسې طالبانو ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو او نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د طالبانو د کميټې په راپور کې راغلي، چې په نصاب کې د ښځو د زده کړو له موضوع څخه «په تبليغاتي توګه بده استفاده شوې ده او په دې لړ کې په ځينو احاديثو هم استناد شوی دی چې ګويا ښځې د زده کړو کولو مطلق حق لري او هيڅ ډول شرايط ورسره نه دي ياد شوي.»

زردشت او بودايت

د طالبانو د معارف نصاب د بيا کتنې کميټې ويلي چې په کتابونو کې زردشت، رستم، لهراسپ، سکندر، کوشانيان چې په اصل کې بودايان وو، په داسې ډول معرفي شوي چې ګويا نيک افراد وو.

دې کميټې ټينګار کړی چې استاد بايد د يادو اشخاصو د شرک عقيده زده کوونکو ته بيان کړي.

د باميانو بودا؛ تاريخي آبدات که شرم؟

د طالبانو د معارف نصاب د ارزونې کميټې د تاريخي آبداتو په اړه هم څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې کوم مضامين تر دې عنوان لاندې راوړل شوي، هڅه پکې شوې چې بتان پکې د تاريخي ابداتو په توګه مهم او د پام وړ وښيي. د طالبانو د کميټې په وينا چې په دې لړ کې د باميانو د بت يادونه هم شوې چې «زموږ د تاريخ [برخه] نه دخ، بلکې زموږ لپاره شرم او پېغور دی.»

طالبانو ټينګار کړی دی چې استاد بايد د بتانو بدي او قباحت د شريعت په رڼا کې بيان کړي.

دې ډلې ۲۲ کاله وړاندې د چاودېدونکو توکو په وسېلې سره د باميانو د بودا تنه والوزوله. اوس د بودا له هغې سترې تنې يې يوازې تش ځای پاتې دی.

د طالبانو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې کمیټې ویلي چې په بامیان کې د بودا مجسمې زموږ لپاره د شرم وړ خبره ده. انځور: AFP

اساسي قانون د غرب د معيارونو پر اساس جوړ شوی

د طالبانو د معارف نصاب د ارزونې کميټې په خپل راپور کې ويلي چې د ښوونځي په کتابونو کې د افغانستان د اساسي قانون په اړه هم معلومات ورکول شوي چې د دې کميټې په باور هغه د غرب له معيارونو سره سم جوړ شوی و.

دې کميټې ويلي دي چې د اساسي قانون د ارزښت په تړاو معلومات بايد د شريعت له مخې ورکړل شي.

طالبانو بیا واکمنېدو سره د افغانستان اساسي قانون لغوه کړ.

ممنوعه کتابونه

د طالبانو د نصاب ارزونې کميټې د خپل راپور په اخر کې ويلي چې د هنر، مدني او فرهنګي تعليماتو کتابونه د ښوونځي له مضامينو څخه حذف کړل شي.

دې کميټې ويلي، چې هنر يو انتخابي مضمون دی او ويل يې لازمي نه دي او «له همدې کبله بايد له نصاب څخه وايستل شي او پر ځای يې زراعت راوړل شي.»

همدا راز د مدني تعليماتو په اړه ويل شوي چې په دې کتاب کې له اوومه تر دوولسمه داسې موضوعات راوړل شوي چې ډېری يې مضر يا هم بې ګټې دي.

همدا راز يې د فرهنګ په اړه ويلي، چې دا مضمون انتخابي دی او لوست يې لازمي نه دی، که يې پر ځای يو بل ګټور مضمون ولوستل شي نو ښه به وي.

غبرګونونه

د طالبانو له لوري د ښوونيز نصاب ارزونې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپنتا ويلي، چې د طالبانو د ښوونيز نصاب طرحه، ټولنه په «يوې ځانمرګې پالونکې» مدرسه بدلوي.

ده په ټويټ کې ليکلي دي: «د بدوي باورونو په طرح سره يې په ټولنه کې ښځې په شي بدلې کړې دي او د هغه ښوونيز نصاب پر حال افسوس په کار دی چې ټولنه د ځانمرګو د پالنې کچې ته راټيټوي.»

د بهرنيو چارو وزارت پخواني مشاور باري سلام په خپل ټويټ کې ويلي: «د دې راپور تر لوست وروسته به مو له سترګو اوښکې وبهېږي او هيله به ولرئ چې کاش طالبان هلکان هم له مکتبونو او پوهنتونو منعه کړي.»