اطلاعات روز: لوګر ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولایت د مرکز پل عالم اړوند د کابل – ګردیز پر لویه لار د «نيازيو پوزې» سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې چې له امله يې درې کسان مړه او د يوې ښځې په ګډون درې نور ټپيان دي.
د سرچينې په حواله ياده پېښه تېره ورځ (شنبه، ۳ د مرغومي) د ويتز او کرولا موټرو ترمنځ رامنځته شوې، چې په مړو شويو کې د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات اوکلتور رياست يو کارمند هم شامل دی.
په لوګر ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولين بيا وايي، د شوې ترافيکي پېښې پر مهال يو کس مړ شوی او شپږ نور ټپيان دي.
په دې پېښه کې د ټپي شوې ښځې روغتيايي وضعيت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
ددې پېښې لامل دموټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې. دا په داسې حال کې ده چې له دې درې ورځې وړاندې د پکتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې له يو استنادي ديوال سره د سوارلۍ موټر د ټکر کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې وه.