د پکتیکا زلزله ځپلو ته ۳۸ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ترکیې خیریه بنسټ په مالي لګښت ۳۸ کورونه تر جوړېدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ځايي زلزله ځپلو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شول.

په دغه ولایت کې د طالبانو د بېړنیو پېښو په وړاندې د مبارزې ریس مطیع الله منصور وایي، چې په یادو ۳۸ کورونو  څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې د نوموړي په وینا د ځايي خلکو د سرپنا برخه کې به شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې څو اونۍ وړاندې د برمل په ګډون په ګیان او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ ۷۰۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

که څه هم زلزله ځپلي خلک د کورونو په جوړېدو خوښ دي، خو سړې هوا ته په کتو له اړونده نړیوالو همکاره موسېساتو د سون او نورو توکو برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.