اطلاعات روز: د برېښنا رسونې شرکت وايي، چې چين غواړي په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا د توليد په موخه پانګونه وکړي.
دا موضوع د چين د سوداګرۍ خونې له استازي سره د برېښنا شرکت د عمومي اجرائيوي رييس محمد حنيف حمزه سره په ليدنه کې مطرح شوې.
د برېښنا شرکت له خبرپاڼې سره سم چې په دې ليدنه کې د چين د سوداګرۍ خوني استازي د برېښنا رييس ته ويلي چې دوی غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ مېګاواټه برق د توليد لپاره پانګونه وکړي.
محمد حنيف حمزه ويلي، چې د برېښنا شرکت او د چين هيواد تخنيکي پلاوي به په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برق توليدولو په اړه ګډې ناستې ولري.
حمزه چينايي پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د برېښنا د توليد په برخه کې د هر ډول پانګونې لپاره همکارۍ ته چمتو دي.
افغانستان دا مهال پر وارداتي برېښنا متکي دی.
په دې وروستيو کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد کم شوی او د پلازمينې په ګډون ۱۱ ولايتونه د برق له جدي کمښت سره مخ دي.