انځور: استول شوی

د غور د مواصلاتي لارو بندېدل؛ لعل‌ و سرجنګل کې یو ماشوم روغتون ته پر لار ساه ورکړه

اطلاعات روز: غور کې د طالبانو ځايي مسوولين تاييدوي چې د دې ولايت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې يو ماشوم د مواصلاتي لارو د بندېدو له کبله روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده.

غور کې د طالبانو د والي وياند نن (دوشنبه، ۱۹ د مرغومي) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دا ماشوم د لعل و سرجنګل له «دهن سرخک» کلي څخه د دې ولسوالۍ مرکز ته د انتقالېدو په حال کې و.

د خبرپاڼې له مخې، د لارو د بنديدو له کبله دا دوه کلن ماشوم مړ شوی دی.

د واورې تر ورېدو وروسته د غور ځيني مواصلاتي لارې او له کابل سره يې لويه لار تړل شوې.

ويل کېږي چې د کابل – غور پر لويه لار په لسګونو مسافر بند پاتې دي. غور د افغانستان يو له سړو او غرنيو ولايتونو څخه دی، د ژمي په موسم کې يې ځيني مواصلاتي او لويي لارې د واورې ورېدو له امله بندېږي.