انځور: ارشیف

ارزګان کې یو کس د اوبو راپورته کولو پرمهال څاه ته لویدلی او مړ شوی دی

اطلاعات روز: ارزګان کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ کې یو کس د اوبو راپورته کولو پرمهال څاه ته لویدلی او مړ شوی دی.

ارزګان کې د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ریيس خالد وايي، چې دغه پيښه تېره ورځ (سې شنبه، ۲۰ د مرغومي) د خاص ارزګان ولسوالۍ توشکانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د یوې کورنۍ دوه تنو د خپلې کورنۍ لپاره د اوبو ترلاسه کولو په موخه له یوې ژورې څاه څخه اوبه راپورته کولې چې څاه پرې نړیدلې او په ترڅ کې یې یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی.

د هغه په خبره، په پيښه کې د فضل احمد په نوم کس ژوند بایللی او د عنايت الله په نوم کس ټپي دی.

دغه راز خالد د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې انديښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې لاهم په دې ولايت کې زيات خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

افغانستان کې وروستیو وچکالیو د یو شمیر لېرې پرتو سیمو خلک له ستونزو مخ کړي او ډیری یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.