اطلاعات روز: د کابل – غور او بادغيس – هرات لويې لارې د ډېرې واورې وریدو له امله تړل شوې دي.
غور کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د دې ولايت ټولې مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.
په غور کې د طالبانو د والي وياند عبد الواحد حماس د يوې خبرپاڼې په خپرولو له مسافرينو غوښتي چې نن او سبا دې د کابل – غور پر لويه لار سفر نه کوي.
دغه راز بادغيس کې هم د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې تېره شپه د ډېرې واورې ورېدو له امله د بادغيس – هرات لويه لار تړل شوې ده.
په بادغيس کې د طالبانو امنيې قومندان ويلي، چې د دې ولايت د ځينو ولسواليو مواصلاتي لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
نن په کابل او ډېرو نورو ولايتونو کې واوره اوري.