اطلاعات روز: د دايکندي د ټولګټو چارو رياست اعلان کړی چې د سختې واورې ورېدو له امله د نیلي-کابل په ګډون د دې ولايت مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د دې رياست يوه مسوول شير علي حسيني ويلي، چې له تېرې شپې (سېشنبه، ۲۰ د مرغومي) راهيسې د دايکندي په ټولو ولسواليو کې واوره اوري.
ده ويلي، چې د دايکندي – باميان لويه لار هم قوناق کوتل پر مسير د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې ده.
نوموړي له ټولو مسافرينو غوښتي چې تر هغو دې سفر نه کوي، تر څو هوا نه وي سمه شوې او مواصلاتي لارې نه وي خلاصې شوې.
د غور – کابل او بادغيس – هرات لويي لارې هم د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.