اطلاعات روز: بادغيس کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په قادس ولسوالۍ کې د واورې ورېدو او سخت يخ له امله يو شپون او څلور ماشومان مړه شوي دي.
بادغيس کې د طالبانو د والي وياند احمد جان حنظله نن (يکشنبه، ۲۵ د مرغومي) وویل، چې په مړو شويو ماشومانو کې د درې نجونو ترڅنګ يو کم عمره هلک هم شامل دی.
همدا راز له بادغيس څخه ځايي سرچينې وايي، چې په دې ولايت کې په زرګونو څاروي هم تلف شوي دي.
د طالبانو يو شمېر مسوولينو ويلي چې په بادغيس کې واورې او يخ تر دوه زره زيات څاروي مړه کړي دي.
سړې هوا د هيواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.