بدخشان کې ترافيکي پېښې د شپږو تنو  ژوند واخیست

اطلاعات روز: د بدخشان په مايمي ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښي له امله شپږ کسانو ژوند بایللی او درې نور ژوبل دي.

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي وايي، چې نن (شنبه، ۱ د سلواغې) سهار لنډکروزر ډوله موټر د مايمي ولسوالۍ په اړونده سيمه کې اوښتی دی.

د طالبانو تر مديريت لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دې پېښي په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

احمدي د ټپیانو د وضعيت او پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

بدخشان يو له غرنیو ولايتونو څخه دی چې سختې لارې لري.

په دې وروستيو ورځو کې د هیواد ډیری ولايتونو کې لارې په یخ او واورو پوښل شوي او له کبله یې ترافيکي پېښي هم زياتې شوې دي.