اطلاعات روز: اوس مهال په افغانستان کې د يوه نوي پاسپورټ اخيستل عادي کار نه دی. په تېر يوه کال کې زيات شمېر خلکو د نوي پاسپورټ نه لرلو له کبله ښه زدکړييز، کاري او مهاجرتي فرصتونه له لاسه ورکړي دي. له بله اړخه، پاسپورټ رياست د طالبانو د يو شمېر افرادو لپاره په «شيدې ورکوونکې غوا» او عايداتي سرچينه بدل شوی او د دې ډلې ځينو غړو «کميشن کارۍ» ته مخه کړې ده.
نيلوفر تېر کال د هندوستان هيواد په امريتا پوهنتون کې د دوکتورا لپاره ومنل شوه، خو د پاسپورټ موده يې ختمه وه او د نه تمدېدو له کبله يې دا زدکړييز فرصت له لاسه ووت. نيلوفر خپله ټوله هڅه وکړه چې خپل پاسپورټ تمديد کړي، خو پر وړاندې يې ټولې لارې تړلې وې.
د طالبانو تر ادارې لاندې پاسپورټ رياست تر حد زياتو غوښتنو له کبله بیرته کار پيل کړ او دې رياست وویل چې هره ورځ څلور زره غوښتونکو ته پاسپورټ ورکوي. په دې منځ کې ډېرو لږو خلکو وکولای شول چې په اسانۍ او کم لګښت سره نوی پاسپورټ واخلي. کومو کسانو چې پاسپورټ ته بېړنۍ اړتيا درلوده، هغوی «کميشن کارانو» او «دلالانو» ته مراجعه وکړه چې د زيات شمېر پيسو په مقابل کې ورته پاسپورټونه واخلي.
«په درې ورځو کې درته پاسپورټ اخلم»
بشير چې په کابل کې يې له کاناډايي ځواکونو سره کار کړی و، د تېر ميلادي کال په می مياشت کې يې خبر تر لاسه کړ چې دې هيواد ته د انتقال په پروسه کې شامل شوی دی. خو کاناډا ته د تللو لپاره ده او کورنۍ يې پاسپورټ ته اړتيا درلوده. بشير وايي چې په خپلو دوستانو او ملګرو کې يې هيڅوک نه دي پرېيښي چې نه وي ورغلی او په پاسپورټ اخيستلو کې يې د هغوی همکاري نه وي غوښتې، خو ټولو ورته يوه خبره کوله چې «کميشن کار ته ورشه.»
بشير د تېر کال په جون مياشت کې وکولای شول چې د درې زرو او ۶۰۰ امريکايي ډالرو په بدل کې ځان، خپلې ميرمنې او خپل ماشوم ته پاسپورټ جوړ کړي. دی د خپلو ملګرو له لوري يوه کميشن کار ته معرفي شو چې طالبانو ته نږدې کس و.
«پيسې مې په صرافۍ کې ورته کېښودې. کله چې پاسپورټ رياست ته ولاړم، له ده سره مې اړيکه ونيوله. زه يې يوه بل کس ته ور معرفي کړم او هغه زه له رش څخه دباندې د رياست دننه بوتلم او ماته يې احکام راکړل چې د مهاجرينو وزير لاسليک کړي و. له دې احکامو سره چې هرې څانګې ته ورغلم، په اسانۍ يې راته کار خلاص کړ.» بشير وايي چې يوه اونۍ وروسته کميشن کارانو پاسپورټ راووړ او پيسې يې واخيستلې.
د روان کال د وږي په مياشت کې د طالبانو د پاسپورټ رياست مرستيال وويل چې په سلګونو تنه د کميشن کارۍ په تور نيول شوي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي. تېر کال د کب په مياشت کې د طالبانو استخباراتو د پاسپورټ رياست د پخواني رييس عالم ګل حقاني د ورور يوه ويډيو خپره کړه چې دی او د طالبانو څو نور غړي له ښځو سره ناڅي او د مستۍ په حالت کې دي. په هغه ويډيو کې د طالبانو د استخباراتو کس د پاسپورټ پخواني ريیس ته په اشاره سره وايي چې دی پاسپورټ په «اته سوه» ډالره پر خلکو خرڅوي، تر څو «عياشي وکړي.»
د دې ويډيو له خپرېدو يو کال کېږي. اوس نو اته سوه ډالر د يوه پاسپورټ نيمايي لګښت هم نه برابروي. پاسپورټ رياست د روان کال د تلې له ۱۶می راهيسې د مراجعينو پرمخ تړلی دی. د طالبانو د پاسپورټ رياست په اعلاميه کې ويل شوي و چې «د پاسپورټ د ورکړې بهير په ټول افغانستان کې درېدلی، تر څو په تخنيکي سيسټم او تجهيزاتو کې ځيني بدلونونه راوستل شي او مراجعين تر راتلونکې خبرتيا پورې دې ادارې ته نه راځي.»
د طالبانو د دې اعلاميې درې مياشتې کېږي او اوس هم ظاهرا پاسپورټ ورکول بند شوي، خو په عمل کې پاسپورټ يو شمېر خلکو ته ورکول کېږي. سرچينې وايي چې دا افراد طالبان او هغه کسان دي چې جدي ناروغۍ لري او اړتيا ده چې له هيواده بهر يې درملنه وشي.
د طالبانو د افرادو لپاره استثنا يو ځل بيا د کميشن کارۍ بازار ګرم کړی دی او د پاسپورټ لګښت هم ورسره په حيرانوونکي توګه زيات شوی دی. غواړم د پاسپورټ غوښتونکي په توګه د داسې کسانو لټه وکړم چې ادعا کوي کولای شي پاسپورټ راته واخلي.
يو کميشن کار وايي چې د دوه زره او ۵۰۰ امريکايي ډالرو په بيه په يوه اونۍ کې راته پاسپورټ اخيستلای شي. کله چې ټينګار کوم چې پيسې دي کمې کړي، دی وايي چې دی په خپله په دې پیسو کې ډېري لږ اخلي او زياتې پيسې مسوولينو او د ادارې په داخل کې کارمندانو ته ورکوي. دی ماته هغه پاڼې راښيي چې د پاسپورټ اخيستلو لپاره يې له هر چا دوه زره او ۵۰۰ امريکايي ډالره اخيستي او په صرافۍ کې يې ترې ايښي دي.
يوه بل کس ته ورځم چې له ما سره يې د دوه زره او ۲۰۰ امريکايي ډالرو په مقابل کې د پاسپورټ اخيستلو ژمنه کړې ده. دی وايي چې په دې پيسو کولای شي چې په درې ورځو کې دننه راته پاسپورټ واخلي. دا کس چې زما پام اړولو ته ډېر لېوال دی، په ټينګار او قسم سره وايي چې دی له دې پيسو يوازي ۵۰ ډالر اخلي. «زر ډالر د پاسپورټ رييس ته ورکول کېږي او پاتې نورې يې په بېلابېلو برخو کې توزيع کوي.»
اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې د پاسپورټ رياست له مسوولينو سره هم خبرې وکړي، خو له دې ادراې سره په خبرو کولو ونه توانېده.
پاسپورټ د ملګرو او خپلوانو لپاره
څومره چې د عامو خلکو لپاره د پاسپورټ اخيستل ستونزمن دي، په همدومره اندازه د طالبانو د افرادو او د دې ډلو د خپلوانو لپاره يې اخيستل ساده او بې لګښته دي. د طالبانو کسان له وزارتونو او د طالبانو له مسوولينو احکام اخلي او سمدستي د پاسپورټ څښتنان کېږي. له دې فرصت څخه د دې ډلې نږدې خلکو او خپلوانو هم استفاده کړې ده.
شعيب دوې مياشتې وړاندې د پاسپورټ رييس ته د طالبانو د يوه چارواکي په شفاهي امر وکولای شول چې په يوه اونۍ کې پاسپورټ واخلي. د شعيب پلار د طالبانو په يوه اداره کې کار کوي او د دې ادارې د رييس په امر سره د ده ټولې کورنۍ وکولای شول چې پاسپورټ واخلي.
سيد ولي د خپل يوه همکار په وسيله چې د طالبانو په ليکو کې کار کوي، وکولای شول چې ځان او خپلې ميرمنې ته پاسپورټ واخلي. دی وايي چې دې ملګري يې د طالبانو له يوه چارواکي احکام ورته اخيستي وو. خو په پاسپورت رياست کې د طالبانو افرادو د کارونو مخته وړلو په پلمه له ده حکم اخيستی او وروسته ورک شوی دی. سيد ولي يو ځل بيا د خپل ملګري په همکارۍ يو بل حکم واخيست او دا ځل وتوانېد چې پاسپورټ تر لاسه کړي.
که څه هم د پاسپورټ رياست مسوولين وايي چې يوازې جدي ناروغان کولای شي چې پاسپورټ واخلي، خو دا ثابتول چې دا کس ناروغ دی او درمنلې ته اړتيا لري، يو ستونزمن کار دی. طالبان له متقاضيانو غواړي چې لومړی بايد له دولتي روغتونو استعلام ولري چې هلته يې د ناروغۍ سختوالی ياد شوی وي. تر دې وروسته بايد دا استعلام د روغتيايي قوانينو رياست ته يو وړل شي او تاييد شي. د دې ادارې تر تاييد وروسته به په پاسپورټ رياست کې روغتيايي کميسيون پرېکړه کوي چې دې کس ته به پاسپورټ ورکول کېږي او که نه.
که څه هم د روغتيايي قوانينو له رياست يا هم د پاسپورټ رياست له روغتيايي کميسيون څخه تاييد اخيستل وخت نيسي خو ناممکن نه دي. مګر د طالبانو تر ادارې لاندې روغتونونو څخه د ناروغۍ استعلام اخيستل ډېر ستونزمن دي. هغه کسان چې ناروغان لري او د ناروغۍ ټول اسناد يې طی مراحل کړي وي، په ساعتونو او ان ورځو د پاسپورټ رياست ته د ننوتلو اجازه نه لري.
خلک دي د «ايوب په څېر صبر» وکړي
پر دې خبره چې «ژر به د هيوادوالو په وړاندې د پاسپورټ رياست دروازې پرانيستل شي» درې مياشتې تېرېږي، خو لا هم هيله نشته چې د دې رياست دروازې به پرانيستل شي. د پاسپورټ يو شمېر غوښتونکي وايي چې د طالبانو مسوولين له دوی د پاسپورټ اخيستلو لپاره د «ايوب د صبر» غوښتنه کوي.
معراج د روان کال په غويي مياشت کې د پاسپورټ اخيستلو لپاره نومليکنه کړې ده. خو تر اوسه يې هم په انلاين غوښتنليک کې ليکل کېږي چې «ستاسو د راتګ نېټه به وروسته مشخصه شي.» نوموړی له دې حالته سخت ستړی شوی. ده غوښتل چې د کال په منځنيو وختونو کې د تحصيلي بورس لپاره اقدام وکړي، خو اوس پاسپورټ ته منتظر دی.
د معراج په څېر په زرګونو کسان په کابل او ولايتونو کې د پاسپورټ رياست د خلاصېدلو او د دوی د ورتګ لپاره د نېټو معلومېدلو ته منتظر دي. خو طالبانو ته دا موضوع دومره ارزښت نه لري.
په داسي حال کې چې تر دې وړاندې د طالبانو د پاسپورټ رياست مسوولينو ويلي و چې دې ادارې په تېر کال کې تر ۷۰۰ زره زيات پاسپورټونه هيوادوالو ته ورکړي او له دې لارې يې څلور ميليارده افغانۍ عايد لاس ته راوړی دی.