انځور: استول شوی

برکه ولسوالۍ؛ يوه لېرې پرته او هېره شوې سيمه

اطلاعات روز: برکه د بغلان ولايت په شمال ختيځ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له نهرين، جلګه، مرکزي بغلان، ګذرګاه نور او همدا راز د تخار ولايت له اشکمش ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. د دې ولسوالۍ ډیری اوسېدونکي خپل ژوند په کرنه او مالدارۍ مخته وړي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تاجک، هزاره او ازبک دي. دا ولسوالۍ چې غرنۍ سيمې او ښکلي ابشارونه لري، د بغلان ولايت يوه زرغونه او د ليدنې وړ سيمه ده. په دې ولسوالۍ کې مهم ځايونه د فلول کلي او سايه زاره دي.

برکه ولسوالي د دې ولايت له مرکز څخه په لسګونو کيلوميټره ليرې او یوه هېره شوې سيمه ده او اوسېدونکي يې د ژوند لومړني امکانات هم نه لري. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او کليوال وګړي د عمومي خدماتو پر نشتون لکه د ښوونځيو تعميرونه، د څښاک اوبه، روغتيايي مرکزونه او د سړک پر تخريب کلکې نيوکې کوي. په وروستيو شلو کلونو کې دې ولسوالۍ ته ډېر کم پام شوی او د بيارغونې په برخه کې ورته هيڅ جدي پاملرنه، نه ده شوې.

روغتيايي ننګونې

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د حکومت له خوا حتا يو معياري کلينیک هم نه دی جوړ شوی او د درملو، ډاکټر او نرس د کمښت له کبله يې ناروغان مړه کېږي.

سايه زاره، د بغلان د برکې ولسوالۍ يو کلی دی، اوسېدونکي يې په ساعتونو مزل کوي چې خپل ناروغان روغتيايي مرکز ته ورسوي؛ خو د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې نه هم پوره ډاکټران او نه هم کافي درمل شته دي.

د برکې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې یو شمېر ناروغې ښځې د ډاکټر لیدو ته انتظار باسي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

محمد امين د دې کلي يو اوسېدونکی دی. دی بايد ساعتونه مزل وکړي تر څو خپل ناروغ تر ټولو نږدې روغتيايي مرکز ته بوزي. دا روغتيايي مرکز دوه اتاقه لري، يوه ډاکټره او يوه قابله. دلته کافي درمل نشته چې ناروغانو ته ورکړل شي. ډېری هغه ناروغان چې د زېږون ستونزې لري د امکاناتو او درملو د نشتون له کبله مري.

حبيب الله چې په دې روغتيايي مرکز کې موظف ډاکټر دی عمده ننګونې د يوې معياري ودانۍ نشتون يادوي. د ده په وينا، دوی ټول کارونه په دوو خټينو کوټو کې کوي. د دې ډاکټر په باور، دا مرکز بايد د فارمسي، نرسنګ او (او پي ډي) لپاره بېلابېلي کوټې ولري.

په دې ولسوالۍ کې قومي مشر صفت الله وايي، چې کوم خلک دې مرکز ته پر لېرې – ليرې لارو راځي هغوی فقير او اړمن خلک دي او د ولايت په مرکز کې شخصي کلينيکونو ته د تللو وس نه لري. دی د طالبانو د حکومت له مسوولينو غواړي چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه دې روغتيايي مرکزونه ورغوي چې کافي امکانات ولري.

د زده کړې په برخه کې د امکاناتو نشتون

د برکه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دوی ليسې معياري ودانۍ نه لري او د زده‌کړييزو موادو له کمښت سره هم مخ دي. د دې ولسوالۍ د مرکزي ليسې ښوونکي وايي، چې په دې مکتب کې د اړتيا وړ امکانات لکه مناسبه ودانۍ، معياري ټولګي، د څښاک پاکې اوبه او ورزشي ميدان نشته. د دوی په وينا، زده کوونکي ډاډمنې زدکړييزې فضا ته اړتيا لري، خو اوس مهال هغوی په ډېرو کمو امکاناتو سره زده کړې کوي.

د دې ولسوالۍ د ځينو کليو اوسېدونکي ټينګار کوي چې په کليو کې يې ابتدايي ښوونځي نشته او ماشومان ښوونځي ته له تللو محروم دي. د دوی په وينا، د ځينو کليو ماشومان تر ساعتونو مزل وروسته د ولسوالۍ د مرکز ښوونځيو ته ځي.

دا خلک له مسوولينو غواړي چې د دوی غږ دې واوري او د دوی ماشومانو او ځوانانو ته دې زده‌کړييز خدمات برابر کړي.

مخابراتي ستونزې او مواصلاتي لارې

د بغلان د برکې ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتيايي او زده‌کړييزو ننګونو سره – سره مخابراتي خدماتو او سړک ته له نه لاسرسي هم شکايت کوي.

کريم الله په برکه کې د سايه زاره کلي اوسېدونکی دی. دی چې کله غواړي چې له خپلو وروڼو او خپلوانو سره اړيکه ونيسي، په ساعتونو مزل کوي، غرونو ته خېژي تر څو يې موبايل سيګنل ورکړي. دی وايي چې مخابراتي پايې له دوی لېرې دي او د دوی په کليو کې کار نه کوي.

د برکې ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي انځور چې د خپل مبایل انتن ورکولو ته انتظار باسي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی ميرزاخان وايي: «معياري او سم سړک نه لرو. موټر او ماشيني وسايل نشي کولای چې کليو ته نږدې ورشي.» د ده په وينا، دوی ډېری کارونه د خرو او اسونو په وسيله کوي او له زياتو ستونزو سره مخ دي. دوی د طالبانو د حکومت له مسوولينو غواړي چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي پايې ولګوي او سړک ورغوي.

له بله اړخه د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبد المنان حذيفه وايي، چې د طالبانو تر راتلو وروسته د تېرو کلونو په پرتله د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو شپېته سلنو ستونزو ته رسيدګي شوې ده. دی د دې ولسوالۍ د خلکو او په ځانګړې توګه د کليوالو ستونزې تاييدوي او وايي چې هڅه کوي خدمات وړاندې کړي. دی وايي چې لويي ستونزې لکه د درملو، د کلينيک د ودانۍ او سړک نشتون يې له مسوولينو سره شريک کړي دي. دی وايي چې مرکزي حکومت ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده. دا ولسوالي د بغلان ولايت له مرکز څخه ۸۵ کيلوميټره ليرې ده او په تېرو کلونو کې د حکومت له لوري دې ولسوالۍ ته پام نه دی شوی؛ خو اوس مهال د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هيله لري چې دا ستونزې به يې د طالبانو د حکومت له لوري حل شي.