ننګرهار

ننګرهار کې چاودنې یوه ښځه ټپي کړې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې ماین چاودنې یوه میرمن ټپي کړې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی نن (پنجشنبه، ۲۵ مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې په یوه کثافت دانۍ کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، چاودنې پر لاره یوه تیریدونکې میرمن سطحي ټپي کړې ده. خوږیاڼی دغه راز وایي، په همدغه سیمه کې یو بل ځای پر ځای شوي ماین هم چاودنه کړې خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.

خوږیاڼی زیاتوي: «نن غرمه مهال دولس بجې دکابل هډې په سیمه کې په کثافت دانې کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې یوه میرمن سطحي ټپي شو ده.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.