بلخ ولايت کې د يوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي

اطلاعات روز: بلخ کې د طالبانو پوليس وايي، چې د دې ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول په ډزو وژل شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د وياند محمد اصف وزيري په وينا چې دا ډلييزه وژنه تېره شپه (جمعه، ۱۴ د سلواغې) د چمتال ولسوالۍ په «جرقلعه» کلي کې شوې ده.

وزيري وايي، چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وزيري زیاتوي، چې د دې اوو کسانو د وژل کېدلو انګېزه تر اوسه روښانه نه ده او د طالبانو پوليسو د قضيې پلټنه پيل کړې ده.

هيواد کې وژنې او نور ټول جنايي جرمونه په یوه جدي امنیتي ننګونه بدل شوي، خو طالبان ادعا کوي چې په هيواد کې يې سرتاسري امنيت تامین کړی دی.