بدخشان کې واورې ښوييدنې ۱۳ کورونه ویجاړ کړي

اطلاعات روز: د بدخشان ولايت کوف‌آب کې سرچينې وايي، چې د واورې ښوييدو له امله دې ولسوالۍ کې د استوګنې ۱۳ کورونه ويجاړ شوي دي.

دا پېښه تېره شپه (جمعه، ۱۴ د سلواغې) په «ايش» کلي کې شوې ده. د سرچينو په وينا، د دې کلي اوسېدونکو د واورې ښوييدو تر پېښې وړاندې کورونه پرېيښي و، چې له همدې کبله انساني تلفات نه دي پېښ شوي.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل چې ۱۳ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او په لسګونه څاروي هم د واورې ښوييدنې له امله تلف شوي دي.

په کوف آب ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال عبد القدير قادري دا پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي چې د مالي زيانونو د تثبيت او مرستې رسونې لپاره سيمې ته يو ټيم لېږل شوی دی.

د کوف آب ولسوال له مرستندويو بنسټونو او له حوادثو سره د مبارزې له ادارې غوښتي دي چې د دې پېښي له زيانمنو سره دې مرسته وکړي.

بدخشان د هيواد په شمال لوېديځ کې غرنی او سوړ ولايت دی چې کله – کله پکې د ژمي پر مهال د واورې ښوييدو پېښې رامنځته کېږي.