چاودنه

کابل کې د مخابراتو وزارت اړوند پر یو موټر چاودنه شوې

اطلاعات روز: د کابل پولیسو قومانداني وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت اړوند یو پراډو ډوله موټر د ماین چاودنې ښکار شو.

د یادې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چاودنه نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومې) سهار شاوخوا ۰۸:۳۷ دقیقو کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي فرامرز په وینا، د موټر یوه برخه له منځه تللې او کومه مرګ ژوبله نه لري.

د دې پېښې مسوولیت لا چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې ورته چاودنې کیږي، چې حکومت یې د طالبانو کار بولي خو طالبان یې بیا ردوي.