د فاریاب د مرکز یوه جومات په دروازه کې چاودنې شپږ تنه ټپیان کړل

اطلاعات روز: فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د امام ابوحنیفه جومات په دروازه کې چاودنه تایید کړې ده.

په فارياب ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس شمس الله محمدي وايي، چې دا چاودنه نن (چهارشنبه، ۱۹ د سلواغې) ماسپښین ۱:۰۰ بجه شوې ده.

محمدي همدا راز وايي، چې په موترسايکل کې يو ځای پر ځای شوی ماين د امام ابوحنيفه مسجد په دروازه کې چاودلی چې ځاني تلفات نه لري.

په همدې حال کې، د فارياب له مرکز ميمنې ښار څخه يوې سرچينې چې نه غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې په دې چاودنه کې شپږ تنه ژوبل شوي، چې درې يې د طالبانو امنيتي کسان دي.