سرې میاشت پکتیکا کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو پر مټ د سلګونو کسانو درملنه کړې

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې د سرې میاشتې ولایتي دفتر وايي، روانه میاشت یې په برمل ولسوالۍ کې په ګڼو سیمو کې خلکو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو پر مټ روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د ګرځنده روغتیايي کارکوونکو په همکارۍ روانه میاشت تر ۹۵۰ ناروغان تداوي کړي او تر ۲۵۰ زیات کسانو ته یې بېلابېل واکسینونه هم لګولي دي.

دوی همدا راز په دغه خبرپاڼه کې ۹۵۰ کسانو ته د روغتیایي پاملرنو برخه کې لومړنۍ زده کړې هم ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیکا ولایت په زلزله ځپلو ولسوالیو ګیان او برمل کې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او سړې هوا له امله ګڼ کسان مړه شوي او سلګونه نور په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

که څه هم هلته ځينې روغتیايي ټیمونه استول شوي، خو ځايي خلک وايي لاهم په برمل او ګیان کې ناروغان د درملو او نورو روغتیايي اسانتیاوو د کموالي له امله له سختو ننګونو سره مخ شوي دي.