اطلاعات روز: د غور – کابل پر لويه لار مسافر وايي، چې پنځه مسافر وړونکي موټر له لسګونو سوارليو سره د باميان د يکاولنګ ولسوالۍ بکک کوتل کې په واورو کې بند پاتې دي.
يوه بند مسافر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی له تېري شپې (يکشنبه، ۲۳ د سلواغې) راهيسې بند پاتې دي.
ده وويل، چې مسافرو کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شته دي چې بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.
همدا راز سرچينې له غور څخه خبر ورکوي چې د دې ولايت د ځينو ولسواليو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.
تېره ورځ هم د غور په لعل و سرجنګل او شهرک ولسواليو کې دوه تنه يخ وهلي و چې يو يې مړ شوی دی.