ژوند؛ د مسافرو ورک ارمان

په داسې حال کې چې د لمر لوېدو سره د کابل د سخت ژمي سړه هوا نوره هم سړیږي او په همدې کې شپږ لوی او واړه ماشومان د ګڼو خلکو تر منځ د پلار هرکلي ته ولاړ دي. شپږ خوشاله ماشومان له مودو د مسافر پلار د ګرمې غېږي په تمه دي، له تېرو دوو اونيو يې د راتګ اوازو د دوی ارامي اخيستې ده. دوی په ځير د کوڅې تر پايه خلکو ته ګوري چې ښايي پلار يې د همدوی تر منځ وي.

د کور په منځ کې د تابوت په ايښودلو سره ګڼ شمېر خلک تر کوره را رسېږي او کوڅه هم تشېږي. تشه کوڅه د ماشومانو لېوالتيا کموي. له بله اړخه خلک هم دې پوښتنې ته چې (پلار مې چيرته دی؟) ځواب نه لري او سترګې يې پر تابوت خښې دي.

تابوت

دا تابوت د خدايداد هوتک دی. دی د اتو اولادونو (درې نجونو او پنځه هلکانو) پلار و، نوموړی اوس د حويلۍ په منځ کې په پراته تابوت کې ارام ويده دی. خدايداد هوتک د روان کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د زړه د حملې له کبله ومړ. خپلوانو يې دا جرأت نه درلود چې دا تريخ حقيقت يې کورنۍ ته ووايي. دوی د هوتک کورنۍ او ماشومانو ته يې ويلي و چې خدايداد ټکر کړی دی او د پښې هډوکي يې مات شوي دي. له همدې وجې کابل ته راځي چې د کورنۍ تر پاملرنې لاندې روغ شي او تر دې وروسته به ټول بيرته يو ځای ځي.

د هوتک ورور وايي: «نه مې شوای کولای چې رښتيا ووايم. د لالا کورنۍ ته مې وويل چې ټکر يې کړی دی او د پښې هډوکی يې مات شوی دی. دی به تر ښه کېدو پورې په افغانستان کې وي. ما يې د ماشومانو د زړه ارامولو په خاطر ان د خوشالۍ اظهار وکړ.»

خدايداد غوښتل چې خپله کورنۍ هسپانيا ته راولي، تر څو ماشومان يې په خوندي توګه زده کړې وکړي او د دوی لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي. خو نه یوازې دا چې دا ارمان یې پوره شو، بلکې یوازې یې ه پرېښودل. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

جنګ او نور هيڅ

خدايداد هوتک ۳۸ کاله وړاندې د کورنيو جګړو د اوج پر مهال د کابل په يوه ګڼ نفوسه کورنۍ کې وزېږېد. د ده زېږېدنې په کور کې ثبات را منځته کړ او د ده کورنۍ يې له مهاجرته را وګرځوله او له جنګه يې تېښتي ته پرېنښوده. په دې توګه خدايداد له پنځو وروڼو او دریو خویندو سره د کابل په زړه کې را لوی شو.

جګړې او ويجاړۍ د هيواد د جغرافيې له نړولو سره – سره د افغانستان له ماشومانو ډېر شيان واخيستل او ګڼې ناخوالې يې تر شا پرېښودې. يوه تر ټولو لويه ناخواله چې په جګړو کې لوی شوي ماشومانو ليدلې ده، هغه د زده کړې وخت دی چې د دوی د ژوند برخليک يې بدل کړی دی او د افغانستان ميليونونه وګړي يې پښيمانه کړي دي.

لکه څرنګه چې د خدايداد هوتک ورور وايي: «کله چې جګړه ختمه شوه او طالبان سقوط شول، موږ لوی شوي و او د مکتب وخت را څخه تېر شوی و. موږ بايد د کور د ګټياليو په حيث کار کړی وای.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان يو له هغو هيوادونو دی چې ډېر زيات نفوس يې بې‌سواده دی. د ملګرو ملتونو د علمي، زدکړييز او فرهنګي سازمان (يونسکو) له شميرو سره سم چې اوس مهال د افغانستان په ۳۲ ميليونه نفوس کې يوازې ۴۳ سلنه باسواده دي او د دې باسوادو نيمايي وګړي هم يوازې د لوستلو وړتيا لري.

د هيلو دريڅه

د «خدای ورکړې» ګڼ نفوسې کورنۍ دا شپږ نارينه اولادونه هر يو په يوه کار پسې شول چې وکولای شي د ژوند اسباب را ټول کړي او له جنګه پاتې ويجاړۍ ورغوي.

په دې منځ کې خدايداد هوتک په خپله سيمه کې دست فروشي شروع کړه. د وخت په تېرېدو سره يې کار ښه شو. په داسي حال کې چې ډېر خلګ له بې‌کارۍ او فقره رنځېدل، خدايداد هوتک وتوانېد چې په کابل کې د خارجي ځواکونو په يوه پلورنځي کې د همکارۍ قرارداد واخلي. دې قرارداد په کور کې د يوه ښه ژوند لپاره د هيلو دريڅې پرانيستې.

د خدايداد هوتک خپلوان وايي، چې په خارجي پلورنځي کې د کار قرارداد خدايداد ته کاري ثبات ورکړ او زړه يې ډاډه شو، ده وکولای شول چې ۱۲ کاله دلته کار وکړي او خپل ژوند مخته يوسي.

پراخه وبا

د کرونا خپرېدلو له هوتک څخه دا ثبات او خوشالي او د ده له کورنۍ څخه يې ډوډۍ واخيسته. په افغانستان کې د کرونا د خپرېدلو له وجې پراخ او سخت بنديزونه ولګېدل او کارونه خراب شول. شرکتونو او لويو پلورنځيو خپل کارکوونکي کم کړل.

د افغانستان د کارګرو اتحاديې له شمېرو سره سم، د کرونا په خپرېدلو سره شاوخوا نهه ميليونه خلکو خپل کارونه وبايلل. خدايداد هوتک هم يو له همدې خلکو څخه و چې په همدې وخت کې پر کور کېناست.

د ۱۴۰۰ کال په پسرلي کې چې کرونايي بنديزونه پر ختمېدو و، ناامني زياته شوه او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له وجې د خدايداد او د افغانستان د ميليونونو نورو وګړو د بې‌کارۍ او بې ډوډۍ کړاو پسې زيات شو او پراخه ناهيلي يې خپره کړه.

د خدايداد ورور وايي: «موږ ټولو فکر کاوه چې کرونا په افغانستان کې د اوږد مهال لپاره دوام نه کوي، خو ډېر وخت يې واخيست. خدايداد چې هر څومره پیسې ساتلې وې، هغه يې مصرف کړې وې او فکر يې کاوه چې بيرته کار ته ستون شي خو په دې وخت کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.»

د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دا هيواد يو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېد او کارونو رکود وکړ.

خدايد د افغانستان د ميليونونو نورو وګړو په څېر له سهاره تر ماښامه د کار په لټه و، خو دا هڅې او انتظار نه خلاصېدل او نه يې هم ګټه کوله. دی به هر ماښام تش لاس کور ته را ستنېده.

خدایداد د اته اولادونو پلار و. انځور: اطلاعات روز

ورک شوی ژوند

د خدايداد خپلوان وايي، په داسې حال کې چې دی له فقره او بې‌کارۍ کړېده، له افغانستانه د باندې د بهرنيو ځواکونو د سيمه‌ييزو همکارانو د منل کېدلو خبرونو د ټولې نړۍ رسنۍ پر سر واخيستې او د خدايداد په څېر خلکو په زړه کې يې هم هيلې راوټوکولې.

د خدايداد ورور وايي: «بهرنيانو اعلان وکړ چې له خپلو سيمه‌ييزو همکارانو سره مرسته کوي او هغوی له افغانستانه باسي. خدايداد په دې اړه فکر کاوه چې دی له افغانستانه دباندې کار پيدا کړي او ماشومان به يې په ارامه فضا کې درس ووايي، خو…»

د کابل هوايي ډګر شاوخوا د زيات بيروبار له وجې خدايداد او کورنۍ يې د ۲۰۲۱ د اګست مياشتې د وتلو له بهيره پاتې شول. د خدايداد خپلوان وايي چې د وتلو د بهير تر خلاصېدو وروسته، يو ځل بيا خدايداد او د هغه لس کسيزه کورنۍ يوې دوامدارې ناهيلۍ را ګير کړل.

د ده ورور وايي: «خدايداد تاييدپاڼه درلوده، خو پاسپورټ يې نه درلود او د اګست مياشتې تر تيرېدو وروسته طالبانو هغو خلکو ته د سفر اجازه نه ورکوله چې پاسپورټ يې نه درلود او د پاسپورټ اخيستلو شونتيا هم نه وه.»

تور بازار

تر مياشتو انتظار وروسته یو ځل بيا د خدايداد د فتر همکار د ده او کورنۍ لپاره يې له افغانستانه هسپانيا ته د تللو امکان برابر کړ. خدايداد د کور د سامان په پلورلو او قرض سره وکولای شول چې په تور بازار کې د دوه زره او ۲۰۰ ډالرو په مقابل کې يوازې ځانته پاسپورټ واخلي، په داسې حال کې چې دا وخت د پاسپورټ رياست تړلی هم و. په دې توګه يې په تور بازار کې د پاکستان ويزه هم په يو زر او ۲۰۰ ډالره واخيسته.

ده په دې ژمنې سره له کوره خدای په اماني وکړه چې هلته له رسېدلو سره سم به د کور لپاره هم د سفر اسانتياوې برابرې کړي.

د ناهيلۍ ښار

خدايداد په پاکستان کې تر يو څه انتظار وروسته اووه مياشتې وړاندې هسپانيا ته ولاړ. د هسپانيا دولت دی او د افغانستان يو شمير نور مهاجرين د مورسيا ښار په توره پاچيکو سيمه کې مېشت کړل. په دې توګه خدايداد د افغانستان له دریو نورو کډوالو سره له کورنۍ ليرې په يوه اپارتمان کې ژوند پيل کړ.

په دې ښار کې د افغانستان مېشت وګړي وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بد حالت، د کورنۍ ناسم وضعيت او له هغوی ليرېوالی او نامعلوم برخليک د خدايداد د رواني اختلالاتو لامل شوي و. له دې کډوالو يو يې وايي: «خدايداد يو ارام کس و، دی مې د ژبې په ټولګي کې ليد چې د کورنۍ په اړه انديښمن و. د فقر او ستونزو په اړه به غږېده او له بله اړخه به يې ويل چې د کار اجازه نه لري او نه شي کولای چې کار وکړي.»

دا کډوال زياتوي چې خدايداد يې د جنوري پر ۳۱  نيټه د ژبې په ټولګي کې ليدلی و چې د کورنۍ په اړه يې خبرې کولې او روغتيايي حالت يې ښه نه و. دی د ۳۱ جنوري مازديګر مهال د خپل وضعيت د ښه والي په موخه روغتون ته ولاړ. روغتون په خپل راپور کې ليکلي دي چې روغتون ته تر راتلو وروسته د خدايداد حالت ښه نه و او د زړه حمله پر راغلې وه. له همدې وجې روغتون د ښې درملنې په موخه د ICU څانګې ته انتقال کړی و، خو په دې وخت کې يې د ژوند پور پرې کړ. داسې ښکاري لکه د هوتک د کورنۍ لپاره چې د ښه ژوند لرلو ارمان نور پای ته رسېدلی وي.

د خدايداد ورور وايي، چې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې هيڅوک هم د بل د اولاد د سرپرستۍ توان نه لري: «زموږ هر يو تر اتو او يا تر دې هم زيات اولادونه لرو او نشو کولای چې په دې بې‌کارۍ کې د خپلو اولادونو مسووليت پوره کړو. اوس حيران يم چې زما د ورور د اولادونو برخليک به څه وي؟»

تر خدايداد وروسته د کور مشر نارينه يې ۱۲ کلن زوی دی. هغه ماشوم چې پلار يې هيله درلوده د يوه ډاکټر په حيث يې وويني.

بد رواني وضعيت

خدايداد هوتک د افغانستان درېيم کډوال دی چې په هسپانيا کې د بد رواني وضعيت له وجې مري. له دې سره – سره، په دې هيواد کې ډېری ميشت کډوال له رواني اختلالاتو کړېږي. د خدايداد هوتک مرګ د نورو کډوالو په ځانګړې توګه د هغو کډوالو چې کورنۍ ترې بيلي دي رواني اختلالات زيات کړي دي.

له دې کډوالو يو چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې دی هسپانيا ته په دې فکر راغلی و چې وکولای شي په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي او د ژوند حالت يې ښه شي. خو دلته د کار کولو اجازه نه لري او هلته يې کورنۍ هم په فقر کې ده. دی زياتوي: «په خپله هم د کار کولو حق نه لرم او ۵۰ يورو هم دومره نه دي. کورنۍ مې هره ورځ زنګ راته وهي چې پيسې راولېږه د خوړلو هيڅ نه لرو، کور مو سوړ دی او ماشومان ناروغان دي. زه حيران يم څه وکړم؟ له ژونده ستړی يم.»

د افغانستان دا کډوال د يوې پنځه کسيزې کورنۍ ګټيالی دی او د کورنۍ بل هيڅ غړی هم د کار کولو وس نه لري. دی هم د خدايداد په څېر په سودي قرض هسپانيا ته راغلی خو اوس د ژوند هيله نه لري. دا کډوال وايي: «د دوی د راتلو هيله نشته او زه هم په داسې حالت کې نه يم چې وکولای شم مرسته ورسره وکړم. ما خو دا ژوند هره شېبه ختموي.» دا په داسې حال کې ده چې په هسپانيا کې د کورنيو يو ځای کېدل له شپږو مياشتو بيا تر يوه کال او ان تر دې هم زيات وخت اخلي او په ځانګړو شرايطو او د غوښتونکو په مالي وضعيت پورې اړه لري. دا کډوال د هسپانيا له دولت څخه غواړي چې د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانستان د کډوالو حالت ته دې پام وکړي، د کورنيو د يو ځای کېدو بهیر او زيانمنونکو افرادو انتقال دې چټک کړي او نه دې پرېږدي چې نور خلک هم د خپلو عزيزانو په بيلتون کې ومري.