د بدخشان په راغستان کې د واورې ښوييدنې بله پېښه؛ پنځه تنه ژوبل او یو ماشوم ورک دی

اطلاعات روز: د بدخشان ولايت له راغستان ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ په «خمبيل» سيمه کې واورې ښوييدنې د اوسېدنې يو کور او د هغه اوسېدونکي له ځان سره وړي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې دا پېښه نن (چهارشنبه، ۲۶ د سلواغې) غرمه ۱۲:۰۰ بجې رامنځته شوې. په دې پېښه کې د دوو ښځو په ګډون د دې کورنۍ پنځه غړي ژوبل شوي او يو شپږ کلن هلک ورک دی.

د سرچينې په وينا، د واورې ښوييدنې پر مهال د دې کورنۍ ټول غړي په کور کې و. د دې کورنۍ پنځه غړي د سيمه‌ييزو خلکو په مرسته له واورې را کښل شوي او د شپږ کلن ماشوم د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي.

د راغستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال حيات الله محسني دا پېښه مني، وايي چې په دې ولسوالۍ کې ډېری کورونه په لوړو ځايونو او د غونډيو څنګ ته جوړ شوي چې د ورښتونو پر مهال د طبيعي پېښو له ګواښ سره مخ کېږي.

محسني وايي، چې د واورې ښوييدنې په نننۍ پېښه کې د فيض الرحمان په نوم د کور مالک له خپلې ښځې، يوې لور او دوو زامنو سره ژوبل شوي دي او يو شپږ کلن هلک ورک دی.

دی زياتوي چې د ژوبلو روغتيايي وضعيت نازک دی او د درملنې لپاره د «خمبيل» کلي کلينيک ته لېږدول شوي دي.

د ده په وينا، په دې پېښه کې د کور د څښن ټول مال او ۱۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د واورې ورېدو او ښوييدو له وجې د بدخشان په بېلابېلو ولسواليو کې له تېرو دوو ورځو راهيسې ۱۱ نفر مړه شوي او خلکو ته پکې مالي زيانونه هم اوښتي دي.