د دين په نوم بې مسووليته حکومتولي

شمشاد زلمی

يو څو ورځې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو يوه چارواکي په ننګرهار کې وويل، چې ډېر ژر به د ښځو او نجونو پر مخ پوهنتونونه پرانستل شي. دا د هغو ګڼو ژمنو د لړۍ يوه بله نه پوره کېدونکې ژمنه ده چې طالبان يې د خلکو په وړاندې کوي او په همدې خبره د خلکو ځان خلاصوي. دوی انګېري چې په دې توګه مو خلک غلط کړي او هغوی په رښتيا هم د يوه داسې ميکانيزم په تمه دي چې له امله به يې ښځې او نجونې وکولای شي پوهنتون او ښوونځې ته ولاړې شي. خو دا تر هر څه وړاندې په خپله د طالبانو بې مسووليتي او نه تعهد ښيي. تر پنځه سوه زياتې ورځې کېږي چې طالبانو د نجونو پر وړاندې د ښوونځي دروازې تړلې دي خو لا هم د دوی اسلامي ميکانيزم تيار نشو او نه هم د دوی هغو خلکو چې د ښوونځي ملاتړي دي، هغه سختدريځي قانع کړل چې د ښوونځي مخالف دي.

د طالبانو په حکومتولي کې د هيواد نيم وګړي له خپلو لومړنيو انساني حقونو بې برخې دي، که څه هم طالبان د دې محروميت لومړني مسوولين دي، خو هغوی د ديني کارډ په کارولو سره داسې ښيي چې دا محروميت دوی نه دی لګولی، بلکې دا د دين غوښتنه ده او د دين په غوښتنه کې هيڅ اړخ هم نشي ملامتېدلای.

همدا راز، د ملګرو ملتونو د کار سازمان يو څه وخت وړاندې ويلي و چې د طالبانو تر راتلو وروسته نيم ميليون وګړي بې‌کاره شوي دي. څرګنده خبره ده چې د افغانستان په څېر يوه فقير هيواد لپاره د پنځو لکو کسانو په يوه ځل بې‌کاره کېدل يوه لويه فاجعه ده او هيڅ مسوول حکومت به داسې اقدام ونه کړي چې نيم ميليون وګړي په خپلو غير مسوولانه او غير انساني اقداماتو بې‌کاره کړي او په دې توګه د ميليونونو ماشومانو له خولې ګوله وتښتوي. خو طالبانو په همدې سخت حالت کې پر ښځو کاري او تعليمي بنديزونه ولګول او له امله يې په زرګونو دندې ختمې کړې، جالبه داده چې د طالبانو په شريعت کې د وږو نسونو مړول خو لومړيتوب په هيڅ صورت نه دی، ان د ښو کارونو په په لړ کې هم ځای نه لري. د طالبانو ډېری اقداماتو له زرګونو انسانانو کار اخيستی دی، په زرګونو کورنۍ يې په ډوډۍ ګټلو پسې حيرانې کړې دي، خو دوی هيڅکله هم ځان مسوول نه دي ګڼلي بلکې د طالبانو لومړي وزير خو د خلکو پر زخمونو ښې مالګې ودوړولې او ويې ويل چې موږ خو خلکو ته د ډوډۍ او کار ورکولو مسوول نه يو، بلکې دا مسووليت د خدای دی، هغه له خلکو سره د رزق وعده کړې ده، موږ نه ده کړې!

سور صليب د روان کال سلواغې مياشت کې وويل، چې سړه هوا د ميليونونو وګړو ژوند ګواښي او تر دې وروسته د طالبانو د سرې مياشتې رييس هم ويلي و چې شاوخوا يو ميليون وګړي په ژمي کې له بدترين حالت سره مخ دي او له نړۍ يې د مرستو غوښتنه کړې وه. په رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو پر اساس تر ۱۵۰ زيات کسان سږ کال ژمی يخ ووژل. همدا راز په ګڼو ځايونو په ځانګړې توګه په مرکزي او شمالي افغانستان کې خلک د يخ له امله په روغتونونو کې بستر شول خو له دې هر څه سره د طالبانو غبرګون په دې لړ کې مطلق سوړ او بې مسووليته دی. په ډېری مواردو کې ان پر ستونزې اعتراف هم نه کوي، د مرستې رسول خو بيخي له امکانه لېرې خبره ده. که خلک له يخ څخه مري، که خلک سون توکي نه لري، که خلک کار او ډوډۍ نه لري، دا هر څه طالبانو موسېساتو ته پرېيښي دي او ان له همدې موسېساتو چې د دوی پر ځای خلکو ته ځينې ابتدايي خدمات وړاندې کوي، بيرته باج اخلي او خپل خلک پکې د کارکوونکو په توګه په زور ګماري. د طالبانو د نيمروز والي خو په څرګنده مکتوب خپور کړ او ويې ويل چې موسېسات به زما په امر ټاکنې کوي.

له يوه اړخه د طالبانو سياستونو له خلکو کاري فرصتونه اخيستي او افغانستان يې په يوه مطلقه انزوا کې اچولی دی، له بله اړخه نه يوازې دا چې د دوی له لاسه پر پېښو شويو ستونزو اعتراف نه کوي، بلکې د خلکو په کړاو کې په ګټې پسې ګرځي او غواړي بشرپالې مرستې هم د دوی طالبان ورسوي او که شونې وي يوازې تر طالبانو ورسېږي.

همدا سږ کال د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا ويلي دي چې په افغانستان کې د سوء تغذيې کچه په انديښمنوونکې توګه لوړه ده. په ميليونونو ماشومان او په لکونو امیندواره ميندې له حاد سوء تغذيې سره مخ دي. په دغسې حالت کې د عامې روغتيا وزارت دنده څه ده؟ ايا هغوی به په دې پسې ونه ګرځي چې په دې برخه کې همکارۍ جلب کړي او داسې پاليسۍ جوړې کړي چې خلک له سوء تغذيې را وګرځوي او پرېنږدي چې ماشومان او ميندې د سختې سوء تغذيې له امله مړه شي. مګر نه، د طالبانو په حکومت کې د مسووليت د احساس کچه بيخي برعکس لوړه ده. په دغسې حالت کې چې په ميليونونه ماشومان او ميندې د سوء تغذيې له امله مري د دوی لپاره د انديښنې وړ خبره داده چې ايا ښځينه ډاکټرانې به پړونی له ملايي مزاج سره سم اغوندې او که نه؟ او که يې د دوی له مزاج سره سم عمل نه کاوه، پر کور يې کينوي؛ که څه هم د شتون اړتيا يې شديده وي او ان ژوند ژغورلای شي خو د دوی په قاموس کې د ژوند تر ژغورنې د دوی د مزاج تطبيق ډېر لومړيتوب لري.

پوښتنې ډېرې دي او تر ټولو لومړۍ پوښتنه داده چې د طالبانو په حکومت کې مسووله مرجع څوک ده چې پوښتنې ځواب کړي؟ قضا کېدلای شي خو د طالبانو قضا د ملګرو ملتونو له راپور سره سم يوازې د سړو لپاره جوړه شوې ده. طالبانو لکه څرنګه چې ښځې له تعليمي او کاري بهيره ايستلې دي، همداسې يې په قضايي سيسټم کې هم حذف کړې دي. له قضايي سيسټم او بهير څخه د ښځو د ايستلو يو مطلب دادی چې که ښځې په کور او ټولنه کې له کومو ستونزو سره مخ کېږي، قضايي سيسټم يې بايد لومړی دوسيه وانخلي او که يې احيانا واخلي بيا بايد د هغه سيسټم د نارينه مدافع وکيل، څارنوال او قاضي له لوري وارزول شي چې اساس يې له ښځينه‌وو سره تعصب دی او د همدې تعصب او تبعيض له وجې يې ښځې ته حق نه دی ورکړی چې ځان ته ښځينه مدافع وکيله ونيسي، يا هم د ښځينه څارنوالې غوښتنه وکړي. له دې سره – سره د طالبانو قضايي سيسټم له فلج حالت سره مخ دی ځکه دوی پخواني قوانين چې عدالت ته د لاسرسي په منظور را منځته شوي و لغو کړي دي او پر ځای يې له ملايي کتابونو استفاده کوي چې تر ډېره حده د صحرايي محکمو لپاره جوړ او  ليکل شوي دي.

کله چې د خدماتو په برخه کې د طالبانو د حکومت سيسټم وکتل شي، ليدل کېږي چې تقريبا هر ډول خدمات په فلج حالت کې دي، تعليمي بهير په ټکني حالت کې دی او نيم نفوس پکې د جنسيتي تبعيض له مخې په جبر شړل شوی دی او په پوهنتونونو کې هم د ملايي تعصب له مخې استادان مجبور دي چې استعفاوې ورکړي، ډېری استادان تللي او پوهنتونونه د استادانو له جدي کمښت سره مخ دي. په روغتيايي برخه کې هيواد له بدترين وضعيت سره مخ دی او هيوادوال په ګڼو روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو له کمښته په سخت ډول کړېږي، خو په دې لړ کې د طالبانو لپاره تر ټولو لويه اندېښنه دا نه ده چې ډاکټرانې به څرنګه را پيدا کوي، بلکې داده چې د ملايي مزاج له مخې بايد څرنګه کمې کړل شي. د طبيعي افاتو او پېښو له امله هيوادوال په سختۍ له يوه مرګوني ژمي پر راوتلو دي، لا هم په دقيق ډول معلومه نه ده چې دې ژمي د څومره انسانانو کورونه تباه کړي دي.

دې ټول بد حالت ته په پام روښانه نه ده چې طالبان په کومه برخه کې ځان مسوول ګڼي؟ چيرته چې دوی مسوول ګڼل کېدلای شي، هلته خو د دوی د خدماتو او د مسووليت د احساس څرګ نه ښکاري. چيرته چې بايد دوی کار ونه لري، هلته د دوی شتون په پراخ ډول د اذار او شکنجې تر حده محسوس دی.