اطلاعات روز: د بدخشان ولايت په کوفآب ولسوالۍ کې د واورې ښوييدنې له امله د يوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۶ د سلواغې) د کوفآب په «مانديز» کلي کې شوې ده.
د سرچينې په وينا، د واورې په ښوييدنه کې د استوګنې يو کور لاندې شوی او له امله يې د دې کور مالک چې نوم يې عزيز دی له خپلې ښځې، يوې لور او يوه زوی سره مړه شوي او دوه واړه هلکان يې ژوندي پاتې دي.
د کوف آف لپاره ړ طالبانو ولسوال عبد القدير قادري دا پېښه تاييدوي او وایي، چې په وروستيو ورځو کې د سختې واورې ورېدو له امله څو نورې ښوييدنې هم شوي خو ځاني تلفات نه لري، مګر مالي زيانونه يې رسولي دي.
د کوفآباد ولسوال هم په دې ولسوالۍ کې د سړې هوا او لارې بنديدو له کبله د يوې ښځې د مړينې خبر ورکړی دی، ويلي يې دي: «له بده مرغه يوه ښځه چې پر اولاد مريضه وه، د ولسوالۍ کلينيک ته پر لاره مړه شوې ده.»
قادري زياته کړې، چې اوس مهال له کوفآباد ولسوالۍ سره د کليو لارې تړلې دي او کلي د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې نه دي او له همدې کبله د احتمالي پېښو په تړاو معلومات هم نشي راټولېدلای.
په بدخشان کې د سختې واورې ورېدو له امله په تېرو دریو ورځو کې تر ۱۱ زيات کسان مړه شوي او پنځه نور ژوبل دي.