د جنګ قرباني انجونو افغان باسکټبال لوبډله

پر وېلچر نڅا

خبریال: سهراب سروش

ژباړن: بهادرخان رحماني

د لمریزو انجونو د ویلچر-باسکیټبال لوبډلې د ژوند کیسه، چې هره ورځ له خیتځه راځي او لویدیځ لور ته ځي، ټولو ته یو شان نه ده. په دې ټول پوهیږي، خو «بلقیس […]

د وېلچر-باسکیټبال انجونو لوبډلې د ژوند کیسه

لمر چې هره ورځ له ختیځه پورته او لویدیځ لور ته ځي، ټولو ته یو شان نه دی. په دې ټول پوهیږي، خو «بلقیس یوسفزی» له ټولو ښه پوهیږي. هغه ۲۳ کلنه ده، خو یوه ورځ هم په خپلو پښو نه ده ودرېدلې. وړاندې له دې چې ودرېدل یاد کړي، د مرنجید/ مننژنیت تبې له لاسه یې، پښې له کاره ولوېدې. له هغې وروسته تل په ویلچر(د معلولینو بایسکل) وه، وزن یې دروند شوی. ژوند یې دروند دی. تل کور کې وي. یواځې پنج شنبه او جمعه له کوره وځي، موټر ته پورته کیږي او د موټر له ښیښو سړکونه، خلک او ژوند ویني، څو د سرې میاشتې ارټوپیډیک مرکز ته ورسیږي. د بلقیس لمر یواځې په همدې دوو ورځو کې روښانه دی، خو بیا هم نه تر لمر لوېدو، یواځې د دې ورځو د پیل تر دریو ساعتونو؛ هغه درې ساعته چې نوموړې په کې باسکیټبال لوبه کوي او هېروي چې پښې نه لري.

له ۲۰۱۲ز کال را په دېخوا، لکه بلقیس شاوخوا څلور سوه تنه د سرې میاشتې کمېټې د ویلچر-باسکېټبال ډګر کې لوبه کوي. د هغوی نیمایي یې انجونې دي. ۲۰۱۴ز کال کې له دوی دولس انجونې یې د افغانستان ویلچر-باسکېټبال ملي ټیم ته غوره شوې. دغې لوبډلې تر اوسه درې ځله له هېواده بهر افغانستان ته لوبې کړي. لومړۍ لوبه په ۲۰۱۷ز کال د اندونیزیا بالي ښار کې تر سره شوه، چې په هغو لوبو کې، دا لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو اتله شوه. دویمه لوبه د همدې کال مارچ میاشت کې د ټایلنډ بنکوک ښار کې تر سره شوه، چې هغې ځای کې دې لوبډلې ته دریم ځای ورسېده او د انجونې دې لوبډلې اسیایي لوبو ته لار ومونده. درېیمه لوبه اسیایي لوبه وه، چې د روان کال اکتوبر میاشت کې جاکارتا کې تر سره شوه او د افغانستان ټیم په دې ځای کې پنځم مقام ترلاسه کړ. پام کې ده چې څلور میاشتې وروسته دا لوبډله بیاځلي ټایلنډ ته لاړه شي.

دا خبرې را ته د دې لوبډلې کپټانې «نیلوفر بیات» وکړې.

زه او همکار مې تېره پنج شنبه د هغوی د لوبو سالون ته چې د سرې میاشتې ارتوپیدي مرکز کې دی ورغلي وو. کله چې سرې میاشتې ته ورننوتو، لومړنی څه مو چې ولیدل، د روغتون هغه لس-شل لېږدوونکي کټونه یا برانکارډونه ول، چې د درملنې د دې مرکز پر لارو، د دیوالونو بیخونو او ونو کې قطار شوي وو. پر هر یوه، یو فلج وهلی او ټپي غځېدلی و، څو پر ټپونو یې سهارنی لمر ولګیږي؛ هغه ټپونه چې له تېز تېغه نه، بلکې د مالوچو له لاسه، یانې د کور په کم نوره برخو کې له مالوچو پر جوړو توشکو پرلپسې غځېدنې له امله منځ ته راغلي دي؛ د بستر ټپونه. دوی د اسمان د لمر وړانګو په توپیر ښه پوهیږي. هماغه لمر چې تازه راښکاره شوی و او زه له کومې پاملرنې پرته د کټونو ترڅنګ تېر او هغه سالون ته ننوتم چې هلته بلقیس او نیلوفر له خپلو ملګرو سره د باسکېټبال تمرین کاوه.

د محمد جان کمال انځور

د انجونو ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې کپټان نیلوفر بیات، هغه مهال چې دوه کلنه وه له خپل څوارلس کلن ورور سره یې د هورسۍ شا ته وه، چې ناڅاپه د هاوان یوه ګولۍ پر ځمکې لګیږي او ټوټې یې خوریږي. ورور یې هملته ساه ورکوي او نیلوفر د ملا مهرو کې زیانمنه کیږي. ټول درې کلن عمر روغتون کې ویده پاتې کیږي. کله چې له روغتونه رخصتیږي، تر لس کلنۍ هر ځل چې غواړي پورته شي غورځیږي. له مرستې پرته نه شي کولی پر لاره لاړه شي. لسګونه جراحي عملیات ترسره کیږي. خو تر اوسه د هغې ښي لاس او پښې یې ښه کار نه کوي. پر لاره ځي خو په قالب کې. خپله وایي: «دا چې له ماشومتوبه معلوله شوې یم، هېڅ نه پوهېږم چې پر لاره سم تګ څه ډول دی.» او یوه ښایسته خندا کوي. وروسته یې خندا بېرته ورکیږي او ځای یې غم نیسي. دوام  ورکوي: «معلولیت ډېره ستونزمن دی. زغمل یې سخت دي او دا چې یوه ښځه یا یوه انجلۍ و اوسې په افغانستان کې دې دا ستونزه نوره هم سختیږي.» خو زه دې څیزونو ته فکر نه کوم. یو وخت مې فکر کوو، خو اوس پر خپل ځان ویاړم. ما زده کړې کړي، یو نړیوال مرکز کې کار کوم او د یو هېواد ملي ټیم کې لوبېږم. اوس زه له معلولیت پر خپلو موخو ډېر فکر کوم.

د معلولیت رنځ یوې بلې انجلۍ فاطمې چې هلته یې باسکېټبال لوبه کوله، ښه تشریح کړه: «باور وکړئ افغانستان کې د یو معلول رنځ لس برابره دی. ساعتونه سړک غاړې سره پاتې کیږو. موټرونه را څخه د دوو کسانو کرایه اخلي او وایي، ویلچر دې زما موټر خرابوي. دومره دا خلک بې رحمه دي.»

فاطمه یواځې له ټولنې شکایت نه لري، له خپلې کورنۍ هم ښه زړه نه لري: «کورنۍ سره مې ډېر جنجال لرم. مور مې نه درک کوي. کور کې مې څوک درناوی نه لري. ورور مې چې له ما وړکی دی، ما ته د یوې مشرې په توګه درناوی نه لري. زه د هغه مخې ته خبره نه شم کولی، کله چې په غوصه شي وهي مې.»

فاطمه ۲۶ کاله پخوا ایران کې له موره معیوبه پیدا شوې. ټول عمر یا ویده پاتې شوې یا کښېناستلې. په ۱۳۸۴ل کال کې هېواد ته راستنه شوه خو دولت ورته د معلولیت کارت ور نه کړ. ځکه جنګ کې نه ده معلوله شوې، وایي: «که  دروغ وایم، چې په جنګ کې داسې معلوله شوې یم، د شریعت له مخې حرامه ده.»

له ورځو تر شپې په کور کې بېکاره وي. ان د اختر په ورځو کې کور کې وي. نور له کوره وځي او هغه تل په کور کې یواځې وي: «څنګه و نه کړېږم. باور وکړئ زه خپل ځان ته د مرګ هیله کوم. تل پر لمونځ ځای «جای نماز» له خپل رب (ج) څخه ګیله کوم، ما څه ګناه کړې چې افغانستان کې مې عمر شوی. کاش دې مرګ راکړی وی.» او نور یې ژړا د خبرو دوام ته نه پرېږدي. څو تازه او لمدې قطرې یې پر اننګو ژوند اخلي.

رښتیا! د یاغي جینینو د برید او د یو کورني واده قرباني شوي جسمي معلول هیلې، څه ډول دي؟

د کلونو جنګ، ځانمرګي بریدونه، سړک غاړې ماین چاودنې، پولیو ناروغي، مننژیت، پر سړکونو د موټر چلوونکو بې غوري، د بې اجازې درملو خوړل، افغانستان ته د ازمویښت لپاره د درملو او باروتو لېږل، کورني ودونه او پر انسان د انسان ظلم، هغه څه دي چې هره ورځ یې په افغانستان کې د فزیکي او ذهني معلولینو شمېر زیات کړی او د بلقیس، نیلوفر او فاطمې غوندې برخلیک لرونکو شمېر یې ډېر کړی. که څه هم د هغو کره شمېره نه ده څرګنده، خو نارسمي شمېرې ښیيي، چې افغانستان کې له یو میلیون ډېر معلول وګړي ژوند کوي او هر کال شاوخوا ۱۰ زره معلولین د هغوی په ډله کې ورزیاتیږي.

د محمد جان کمال انځور

استالف ولسوالۍ کې زېږېدلې پروانه عارفي، ۲۳ کاله عمر لري. پنځه کلنه وه چې پولیو ور ته سلام کړل. وروسته یې دواړه پښې او ملا ترې واخیستل خو هېلې یې ترې نه. هغه له ۱۸ کاله ژوند سره پر ویلچر نوې هیلې په سر کې لري. هم د باسکېټبال لوبه کوي او هم د وزن پورته کوونې تمرین کوي. دا په معلولو انجونو کې یواځینې هغه ده چې دا برخه یې ټاکلې. په دوو هېوادونو جنوبي کوریا او اندونیزیا کې یې سیالي کړي دي: «اندونیزیا کې کرښه کې راغلم او په ۵۱ هېوادونو کې مې پنځم ځای خپل کړ.» او ویې ویل: «هیله لرم چې یوه نړیواله معلوله لوبغاړې شم او تر هغې چې ژوندۍ یم «پارو لیفټینګ» ته به دوام ورکوم. هېڅکله خپله ماتې نه منم. عمر مې کم دی، خو وزن کې ۷۵ کیلو «بینچ» وهم. د نورو هېوادونو خلکو ویل، ته افغانستان کې چېرته تمرین کوې؟ زه د نارینه وو تر منځه تمرین کوم. هغه کلپونو کې لوبه کوم چې ښځینه په کې نشته. د هېوادونو ټرېنرانو له ما غوښتي، بل کال کله چې سیالۍ ته ورغلم، موږ له تا د سرو زرو مډال غواړو. ځکه افغانستان کې لومړۍ معلوله یم چې تر ټولو دروند ډګر مخې ته وړم.»

پروانه سره له دې چې یوه ښه روحیه لري او د هلکانو په کلب کې تمرین کوي او ماتې نه مني، خو له معلولینو سره د ټولنې له ناوړه چلنده زوریږي. افغانستان کې ډېری وګړي د معلولینو په اړه منفي، ناتوانه او محدودوونکی نظر لري. داسې حال کې چې معلولین د مرستې اړمن بولي، په بېلابېلو کچو له هغوی د تېښتې حس هم شته دی. معلولین ان په کورونو کې د نورو ورته غړو سره برابر نه دي. ان ځینې وخت د کور ننګ او سپکاوی هم ګڼل کیږي او پټ ساتل کیږي. په ځانګړي ډول که معلول انجلۍ یا ښځه وي.

ځينو کورنیو کې معلولیت یو الهي جزا ګڼل کیږي، په داسې حال کې چې دا کوم شرعي بنسټ نه لري. معلولین د افغانستان په ټولنه او ان په خپلو کورنیو کې په بدو او نه منونکو نومونو یادیږي. د دې پر ځای چې یو معلول ته د هغه خپل نوم واخلي، هغه یا هغې ته د هغې ستونزې او علت له امله چې معلول شوي، غږ کوي.

د ویلچر باسکېټبال لوبډلې بله غړې فرحناز بهادري ۱۸ کلنه ده. د قره باغ ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلې او درې کلنۍ کې یې په یوې ټرافیکي پېښه کې خپلې پښې له لاسه ورکړي دي. له هغې مې ډېرې پوښتنې وکړې. له هغې پوښتنو یوه دا چې مینه شوې یې؟ خاندي او وایي: «هو. ما یوه سره دوه کاله مینه درلوده، خو هغه ته مې نه و ویلي هغه واده وکړ او زه ډېره نا ارامه شوم.»

«ولې دې و نه ویل؟»

«ځکه چې زه له ویلچر پرته پر لاره نه شم تللی.» او خاندي.

 وایم ډېر ښه دی، چې دومره خوشحاله یې، کله چې خوښه یې نڅا هم کوې. له خندا غوټیږي او وایي: «انجونې خو معمولا همدا خبرې لري. له همدې ویلچر سره مې نڅېږم.»

«ویلچر د مینې خنډ کیدی شي، خو د نڅا خنډ نه شي کېدی؟»

«کله چې موږ پر ویلچر باسکېټبال کوو، کله چې ښوونځی وایو. کله چې لاسي صنایع کولی شو، نو یوه نڅا څه ده چې موږ به یې و نه شو کولی هههههههه ویلچر زموږ د بدن یو غړی شوی.»

«محفلونو او ودونو کې هم نڅا کوې؟» «هېڅکله محفلونو کې ګډون نه کوم.»

د محمد جان کمال انځور

خو د ۲۰ کلنې لینا نظرخېل، چې میدان وردګو کې پیدا شوې، نڅا یې نه خوښیږي: «ارامتیا مې خوښیږي. یواځيتوب کې کتاب لولم او شعر وایم. شعرونه مې ډېر خپه کوونکي دي. کوم څوک مې چې شعر وویني وایي، لینا میینه شوې یې.»

ورته مې کړل یو شعر دې را ته وایې؟ ویل: «یواځې یوه کرښه یې لولم. دریا پر از اشک لبریز شده امشب/ اشک چشمانم به فریاد شده امشب.»

د ویلچر باسکېټبال ټیم روزونکي شېرپاچا حلیمي ما ته وویل: دلته دې لوبغاړو انجونو یوې یې هم واده نه دی کړی، داسې حال کې چې له دوی ځینې یې له ۳۰ کلونو اووښتي. د هغه دا خبره د لینا د شعر په قافیه کې «اشک‌های امشب» نور هم ماناداره کوي. د لینا د نن شپې له اوښکو وروسته، اوس به د سرې میاشتې د سږني کال شمېرې ووایو. د سرې میاشتې نړیوالې کمېټې ویانده رویا عدیل وایي: «موږ د سږکال لومړیو شپږو میاشتو کې، شپږ زره او ۸۷۴ معلولین مو ثبت کړي، چې د ۶۸۳ یې د بدن غړي پرې ول. موږ د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۱ زره او ۲۴۳ خوځوونکي وسیلې او لاس جوړي یا مصنوعي لاس او پښې جوړې او پر قربانیانو مو ووېشلې.»

کله چې له سالونه ووتم، هغو جنګونو ته فکر یوړم، چې د افغانستان په هره برخه کې ګرم دی. هغه ځانمرګي مې را یاد شول، چې هر ورځ یې غږ اورم. ژوره ساه مې واخیسته او ځان سره مې وویل: نه شي چې بل کال زه د سرې میاشتې دغو معلولینو شمېر کې یو ور زیات شم. دا فکر مې د ځلیدونکي لمر لاندې وکړ. لمر د اسمان په منځ کې روښانه و. هماغه لمر چې هره ورځ له ختیځه پورته او لویدیځ کې ښکته کیږي.