زابل کې د يوه صراف جسد وموندل شو

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د يوه صراف جسد موندل شوی دی.

د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي، دغه صراف فیض محمد نومیده او په «حاجي ظابط» مشهور و، چې د تېرې يکشنبې ورځې راهیسې نادرکه او تېره ورځ (سې شنبه، ۲ د کب) یې جسد شاجوی ولسوالۍ کې موندل شوی دی .

نوموړی زیاتوي، د طالبانو ځايي امنيتي ځواکونو د دغه صراف د وژلو په تور يو شکمن کس نيولی او ترې څیړنې روانې دي.

د جوهر په وینا، د فیض محمد د وژنې قضیه لا هم روښانه نه ده چې ولې وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو دا ډول هدفي وژنې، غلاوې او تښتونې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندیښمن کړي او دمخنیوي په برخه کې یې طالب چارواکي پاتې بولي.