اطلاعات روز: د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ په لسګونو اوسېدونکو او ورزشکارانو په دې ولسوالۍ کې د برېښنا د تأمين او د ابګردان بندونو جوړولو په برخه کې د «حکومت» د نه پاملرنې له امله د حق غوښتنې غونډه ترسره کړه.
د حق غوښتنې دې لاريون نن (شنبه، ۶ د کب) د «موږ هم د فارياب ملت يو» او «د برېښنا او بند مستحق يو» په شعارونو سره د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ابګردان د لوی بند د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي او د دولتي برق په ورکولو کې دې د خلکو غوښتنې واوري.
د المار ولسوالۍ د فوټبال فدراسيون مسوول سيد حميد هاشمي وايي، چې د دې ولسوالۍ د کليو د اتلولۍ جام ټورنمنټ چې ۳۲ لوبډلو پکې په اتو ګروپونو کې ونډه اخيستې ده، په دې هدف جوړ شوی چې د ابګردان د بند جوړونې او برق د تأمين غوښتنه وکړي.
جان محمد چې د المار ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب خبرې کولې وویل، چې دا ولسوالۍ د فارياب د مرکز په ۲۵ کيلومترۍ کې پرته ده او سړک يې هم پوخ دی خو په دې ولسوالۍ کې دولتي برېښنا نشته.
د ده په وينا، د دې ولسوالۍ د ابګردان لوی بند جوړولو کار د حامد کرزي د حکومت پر مهال افتتاح شوی و، خو څو ځله لغو شوی دی او لا تر اوسه يې هم کار نه دی شروع شوی.
د فارياب د المار ولسوالۍ ورزشکاران او اوسېدونکي د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ د خلکو مشروع غوښتنو ته دې پام وکړي.
د فارياب ولايت المار ولسوالۍ د هوارو او پراخو ځمکو د درلودلو له وجې د «فارياب د غنمو ګودام» بلل کېږي، خو د کرنې لپاره د اوبو نشتون د دې ولسوالۍ د خلکو او بزګرانو یوه له اساسې ستونزو بلل کېږي.