له کابله تر کويټې؛ د ډيورنډ دواړوغاړو ته د ښځو پر وړاندې د طالبانو د يو بام او دوو هواوو کیسه

عبدالله ولي‌زاده

د پاکستان بلوچستان ايالت

بلوچستان د پاکستان هغه ايالت دی چې د دې هيواد ۴۰ سلنه خاوره تشکيلوي. په ۲۰۱۷ کال کې د دې ايالت ټول نفوس ۱۳ ميليونه بلل شوی و. بلوڅ، پښتانه او هزاره د بلوچستان ايالت اصلي اوسېدونکي دي. د دې ايالت مساحت ۳۴۷۱۹۰ کيلومتره مربع دی. دا ايالت ډيورنډ کرښې ته څيرمه پروت دی او د افغانستان زياته برخه له دې ولايت سره ګډه پوله لري. د ايران، پاکستان او افغانستان پولې بلوچستان پر دریو برخو وېشي. له سویلي اړخه د ايران له بندر عباس، کراچۍ او مکران درياب سره ګډه پوله لري، په ختيځ کې د سند له رود او په شمالي اړخ کې د افغانستان له هلمند، نيمروز، کندهار او زابل ولايتونو سره ګډه پوله لري. د دې ايالت تر ټولو لوی ښار کويټه دی چې د همدې ايالت مرکز هم دی.

کويټه

کويټه چې د پاکستان په شمالي پولو کې پروت ښار دی، درې زره او ۵۰۱ کيلومټره مربع مساحت لري او نفوس يې دوه ميليونه او ۲۷۵ زره دی. د دې ښار ډېری اوسېدونکي پښتانه دي. دا ښار د افغانستان له کندهار ښار سره ګډه پوله لري. د چمن د تګ – راتګ دروازه هم په کويټه ښار کې ده چې په افغانستان کې «د سپين بولدک په سرحد» سره مشهوره ده او د افغانستان او پاکستان تر منځ له دوو مهمو دروازو څخه ګڼل کېږي. دا دروازه د ډيورنډ دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د تګ – رتګ لاره ده. د کندهار د سرحدي سپين بولدک ولسوالۍ او د کويټې د سرحدي چمن سيمې اوسېدونکي يوه – بل اړخ ته د تېرېدو لپاره پاسپورټ ته اړتيا نه لري او له دې سيمې سره په اړوند پېژندپاڼو کولای شي په اسانۍ ولاړ شي او راشي.

د سپین بولدک -چمن دروازه

کويټه او د افغانستان طالبان

د ۱۹۹۴ – ۱۹۹۵ ميلادي کلونو تر منځ چې په افغانستان کې د کورنيو جګړو اور بل و او کابل په اور او باروتو کې سوځېده، په افغانستان کې د طالبانو د را منځته کېدو انګازه خپره شوه. ويل کېږي چې دا ډله د پاکستان د سرحدي ديني مدرسو له طالبانو جوړه ده او د پاکستان او سعودي عربستان په ملاتړ را منځته شوې. د طالبانو د کوټې شورا چې د افغانستان د طالبانو له رهبرانو جوړه وه او د دوی د رژيم تر ړنګېدو وروسته په ۲۰۰۲ کې جوړه شوې وه، د پاکستان په کويټه کې يې د طالب ځواکونو د انسجام د قومندانۍ او مرکز په توګه فعاليت کاوه. د دې شورا د غړو، د سياستونو د څرنګوالي او د هغې د مالي سرچينو په اړه کمې خبرې شوې دي. د کويټې شورا په اړه يوازي دومره معلومات شته چې دې ډلې په لومړيو کې د طالبانو د بنسټګر او لومړي رهبر په شمول لس غړي درلودل او تر ۲۰۰۳ کال وروسته يې غړي ۳۳ نفرو ته زيات شول.

د طالبانو له لومړي رهبر (ملا محمد عمر) څخه بيا د دوی تر اوسني مشر (هبت الله آخوندزاده) پورې ټول يې د افغانستان د سرحدي جنوبي سيمو اوسېدونکي دي او د دوی زياتره فعاليتونه د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمو کې و (کله په افغانستان کې او کله په پاکستان کې). د يورونيوز له راپور سره سم، د طالبانو اوسنی مشر له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د کويټې ښار په څنډه کچلاک ښارګوټي کې په يوه مدرسه کې واعظ او مدرس و.

د بلوچستان او پاکستان په سرحدونو کې په زرګونو ديني مدرسې فعاليت کوي، له دې مدرسو ډېری يې د پاکستان د ښوونې او روزنې له وزارت سره ثبت نه دي. په کويټه ښار کې په زرګونو ځوانان په همدې مدرسو کې زده کړې کوي.

د کويټې ښار خلک تر ډېره حده کلک مذهبي دي. د بلوچستان د مسايلو کارپوهان په دې باور دي چې په دې ښار کې د زرګونو ديني مدرسو شتون د دې لامل شوي دي چې مذهبي افراطيت د کويټې او بلوچستان لپاره په يوه لويه ننګونه بدل شي. ديني افراطيت د دې ښار د خلکو په ټولنيز چلند کې هم په څرګنده ليدل کېدلای شي. د کويټې په ټولنه کې د پټ افراطت د کچې معلومولو لپاره دوه ساده روشونه شته دي. لومړی دا چې پوهنتونونو، ښوونځيو، دولتي ادارو، د ښار او بازار خصوصي ادارو ته سر ور ښکاره کړئ او په دې ځايونو کې د ښځو د حضور کچه ووينئ. دويم دا چې د دې ښار له اوسېدونکو د افغانستان د اوسنۍ واکمنۍ په اړه پوښتنه وکړئ او د هغوی تمايل ووينئ.

له ۴۹ کلن حکيم الله مې چې اوس مهال د کويټې ښار په يوه بازار کې وچه مېوه خرڅوي او ځان د غزني ولايت له اندړو ولسوالۍ څخه معرفي کوي، د طالبانو د حکومت په اړه پوښتنه وکړه. ده وويل: «الحمدلله اوس افغانستان ازاد دی. اسلامي حکومت قايم دی. موږ د دې حکومت د لاس ته راوړلو لپاره زياتې وينې توی کړې. زموږ هديرې له ځوانانو ډکې دي. الله دې توفيق ورکړي چې په ټوله نړۍ کې اسلامي حکومت راشي.»

د کويټې ډېری اوسېدونکي د کندهار، غزني، هلمند او ارزګان له خلکو سره خپلوۍ او خېښۍ لري. کويټې ته د سفر پر مهال له څو داسې خلکو سره مخ شوم چې خپل اصلي ځايونه به يې کندهار، غزني، ارزګان او هلمند ولايتونه ښودل.

د ډيورنډ دواړو غاړه ته کورني تړاوونه او په دې سيمو کې ګډ ټولنيز جوړښتونه د «لر او بر يو افغان» غوښتنې لپاره د دې سيمو د اوسېدونکو مهمه انګېزه ده. د ډيورنډ دواړو غاړو ته ژبه او لهجه ډېر فرق نه سره لري او د ډيورنډ دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو تر منځ توپير کول هم د همدې مشابه لهجې او خبرو له وجې ستونزمن دي. د دوی پوښاک او ټولنيز چلند هم سره ورته دي او فرق نه سره لري. د ډيورنډ دواړو غاړو ته د ورته خلکو شتون او ښوونې او روزنې ته د دې سيمې د خلکو کم لاسرسی د دې لامل شوي دي چې طالبان په ډېري اسانۍ سره کولای شي چې د کرښې دواړو غاړو ته سرتيري پيدا کړي او له هغوی د جنګي ماشين په توګه ګټه واخلي.

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د حکومتي امنيتي او استخباراتي چارواکو ګوته د پاکستان لور ته وه او دا هيواد يې د طالبانو په ملاتړ او هغو ته د پناهځای په ورکولو تورناوه. نړيوالو باوري رسنيو به هم کله – کله د پاکستان په خاوره په ځانګړې توګه کويټه ښار کې د طالبانو د مشرانو د شتون په اړه خبر ورکاوه. يو ځل په هلمند کې ځايي سرچينو د افغانستان يوې خبري رسنۍ ته ويلي و چې په هلمند کې د طالبانو د جنګ مشري له پاکستاني طالبانو سره ده چې له کويټې د افغانستان خاورې ته را اوښتي او هلمند ته راغلي دي؛ خو د پاکستان دولت طالبانو ته د پناهځای ورکول رد کړي دي.

د مدرسې طالبان او د افغانستان ښځې

د طالبانو د ډلې نوم له ديني افراطيت سره تړلی دی. د دې ډلې مشرانو او کشرانو ټولو د افغانستان – پاکستان په سرحدي مدرسو کې زده کړې کړې دي. طالبان د راډيکالو اندونو په لرلو سره پر يوه شي په ټولو سطحو کې موافق دي چې «موږ پر ځمکه د خدای استازي يو او مکلف يو چې خلک له ځان سره جنت ته بوزو». ښايي د اوسني افراطي حاکميت لپاره د طالبانو په افکارو کې تر ټولو ساده تعريف همدا وړاندينۍ جمله وي. اوس مهال د طالبانو ډېری سرتېري د سویلي سرحدي ولايتونو اوسېدونکي دي. دې سرتېرو په ديني سرحدي مدرسو کې زده کړې کړې دي او په تېرو دوو لسيزو کې يې د «جهاد» په نوم په زرګونو هيوادوال وژلي دي.

د طالبانو له ډلې سره د ۸۵ ميليارد ډالرو نظامي تجهيزات دي او هيواد په داسې سرتېرو اداره کوي چې د طالباني تفسير له ديني زده کړو پرته يې نور هيڅ نه دي لوستلي. طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د هيواد پر وګړو ډول – ډول بنديزونه لګولي دي. له دې سره – سره، طالبانو د نيمې ټولنې (ښځو) لپاره ژوند تريخ کړی دی. ښځې چې د طالبانو د واکمنۍ لومړنۍ قربانيانې دي، د هرې ورځې له زياتېدونکو بنديزونو سره مخ دي.

دلته د افغانستان پر ښځو د طالبانو له لوري د لګول شويو بنديزونو يو لړليک راوړو:

د ځینو بندیزونو لیست چې طالبانو په افغان ښځو لګولي دي.

پورته لړليک د طالبانو د سختدريځو بنديزونو دی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د افغانستان د ښځو پر خلاف صادر کړي دي.

د ښځو په تړاو د طالبانو اقدامات تر څلورو اصلي حوزو محدود دي: له سياسته محروميت، په عمومي فضا کې د حضور او فعاليت محدوديت، د ښځو پر زده کړو بنديز او د کار له حق څخه يې محرومول. دا هغه اصلي بنديزونه دي چې بنسټپالو طالبانو پر ښځو لګولي دي؛ سره له دې چې د دوی ژمنه دا وه چې د تېر ځل به نرم وي.

په دې راپور کې مو هڅه کړې ده چې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ښځو د ژوند درې بعدونه زده کړې، تحصيل او کار د افغانستان له ښځو سره پرتله کړو.

د نجونو ښوونځي

بلوچستان

په مجموع کې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې ټول ۱۲ زره او ۲۱۸ ابتدايي ښوونځي شته دي. له دې منځه اته زره او ۳۹۴ ښوونځي هلکانو ته ځانګړي دي او درې زره او ۱۴۰ ښوونځي نجونو ته. همدا راز په دې ايالت کې يو زر او ۵۱۹ منځني ښوونځي شته دي چې ۸۷۲ يې د هلکانو، ۶۴۵ يې د نجونو او دوه منځني ښوونځي مختلط دي. د بلوچستان د فيډرالي حکومت له شمېرو سره سم، اوس مهال په دې ايالت کې ۷۲۰ لېسې شته دي چې ۳۰۴ لېسې د هلکانو او ۳۱۷ د نجونو دي.

په دې ايالت کې تر پوهنتون وړاندې ۳۰ کالجونه د هلکانو دي او ۱۷ د نجونو. اوس مهال د پاکستان په بلوچستان ايالت کې تر يو ميليون زيات ماشومان زده کړې کوي. د بلوچستان د ۲.۷ ميليونه ماشومانو څخه ۱.۹ ميليونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي. رسمي  شميرې ښيي چې په بلوچستان ايالت کې ۷۲ سلنه هلکان او ۸۳ سلنه نجونې لومړنيو ابتدايي زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د کویټې ښار یوه ښوونځي کې د ښځینه زده کوونکو عکس. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

افغانستان

له کومه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، ۱۴ زره او ۹۸ ښوونځي په افغانستان کې فعال و چې څلور زره او ۹۳۲ لېسې، درې زره او ۷۸۱ منځني ښوونځی او پنځه زره او ۳۸۵ ابتداييه ښوونځي و. د ټولو لېسو ۲۸ سلنه، د ټولو منځنيو ښوونځيو ۱۵.۵ سلنه او د افغانستان د ټولو ابتدايه ښوونځيو ۱۳.۵ سلنه د نجونو دي. اوس مهال د افغانستان ۷۵ سلنه ښوونځي تړلي دي او يوازې ۴۳ سلنه يې هلکانو ته پرانيستي دي.

په افغانستان کې د نجونو په یوه ښوونځي کې د ښځینه زده کوونکو درسي بهیر

طالبان چې څرنګه په افغانستان کې واک ته ورسېدل نو لومړی يې د هغو نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل چې تر شپږم ټولګيو پورته وې. تر دې وروسته پر ښځو د دې ډلې بنديزونه پيل شول او د پوهنتون د دروازو په تړلو او په دولتي او خصوصي ادارو کې يې د ښځو پر کار په بنديز لګولو دا قشر په کلک ډول له ټولنې منزوي کړ. اوس مهال په افغانستان کې په لسګونو زره نجونې دې ته منتظرې دي چې وکولای شي بيرته ښوونځيو ته ولاړې شي او د نارينه‌وو تر څنګ د خپل او هيواد د راتلونکي لپاره هڅې وکړي؛ خو لا هم روښانه نه ده چې د نجونو پر وړاندې به د ښوونځيو دروازې کله پرانستل کېږي. د طالبانو د حکومت وياندويانو به پخوا «تخنيکي ستونزې او په زدکړييز نصاب کې مشکلات» د ښوونځيو د تړل کېدو دلايل يادول.

ښځينه محصلينې

بلوچستان

يوازې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې اووه دولتي پوهنتونونه او يو خصوصي پوهنتون فعال دي. د دې ايالت له ۱.۷ ميليونه ځوانانو څخه يوازې ۳۰ زره ځوانان يې پوهنتون ته لاسرسی لري. په بلوچستان ايالت کې د ټولو محصلينو ۱۵ سلنه نجونې دي.

د بلوچستان د ښوونې او روزنې کارپوهه مظلفه براهي په دې اړه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې په دې ايالت کې د حاکمې فضا له وجې خلک چمتو نه دي چې پر لوړو زده کړو پانګونه وکړي. دا زياتوي: «خلک تيار نه دي چې خپلې پيسې پر زده کړو ولګوي. پانګوال او سوداګر پوهنتون نه جوړوي. کوم ايالت چې په ميليونونو اوسېدونکي لري او په سلکونو زره ځوانان يې بايد تحصيل وکړي، موږ يوازې يو خصوصي پوهنتون لرو.»

اغلې براهي په دې ايالت کې د پوهنتونو او د محصلينو د کمښت يو دليل په قبايلي سيمو کې د ګڼو ديني مدرسو شتون يادوي. دا وايي: «د قبايلي سيمو خلک يوازې ديني مدرسې پېژني. په هغو سيمو کې ډېری خلک په دې باور دي چې که يې اولادونه په مدرسه کې ديني علوم ووايي، نو بيا پوهنتون او تحصيل ته اړتيا نه لري. دا يو ويجاړوونکی فکر دی او د کليوالي سيمو او په مجموع کې د بلوچستان ايالت د شاته پاتې والي دليل دی.»

په داسې حال کې چې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې ۱۵ سلنه محصلينې نجونې دي، د دولت او يا هم د وسله والو ډلو لکه طالبانو له خوا ورته هيڅ ډول خنډ نشته. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ پوهنتونونه تړلي دي.

په بلوچستان پوهنتون کې د ښځینه محصلینو فراغت غونډه. انځور: خواله رسنۍ

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې ۳۹ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو دولتې موسېسې او ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړ خصوصي بنسټونه په هيواد کې فعال و. په هيواد کې ډیری صنفونه مختلط و او نجونو او هلکانو تر يوه چتر لاندې زده کړې کولې.

د افغانستان د دولتي پوهنتونونو لړلیک چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري لیکل شوی دی.

وروسته تر دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د ښځو د تحصيل په اړه يې لومړی اقدام دا وکړ چې د هلکانو او نجونو صنفونه بېل کړي. ظاهرا په دې اقدام کې له ستونزې سره مخ شول، په دويم اقدام کې يې د محصلينو تحصيلي تقويم بدل کړ او نجونو او هلکانو ته يې په بېلابېلو ورځو کې پوهنتون ته د تلو اجازه ورکړه. له دې سره هممهاله د ۱۴۰۱ تحصيلي کال په پای ته رسېدو سره طالبانو د نجونو پر وړاندې پوهنتونونه وتړل او اعلان يې وکړ چې تر امر ثاني نجونې نه شي کولای چې پوهنتون ته ولاړې شي. اوس چې د طالبانو پر دې اقدام مياشتې اوړي، اوس يې هم ښځينه محصلينو ته اجازه نه ده ورکړې چې پوهنتونو ته ولاړې شي. د طالبانو تر دې اقدام وروسته، ښځينه محصلينو بديلې لارې ولټولې او له انلاين پوهنتونو او ښوونيزو مرکزونو زده کړې کوي.

د ښځو کار

بلوچستان

د هغې ښځې دفتر ته ورغلم چې له تېرو يوولسو کلونو راهيسې په کويټه ښار کې خبريالي کوي، د ښځو په تړاو د ټولنې له افراطي نارينه‌وو سره يې مبارزه کړې ده او اوس مهال يې په کويټه ښار کې ټول پېژني. د دې نوم راني واحدي دی او له يوې نړيوالې خبري شبکې سره کار کوي. دا له افغانستان او تاجک قوم څخه ده، د طالبانو د لومړي دور واکمنۍ پر وخت کې پاکستان ته کډواله شوې ده. دا وايي چې د کويټې ښار د نارينه‌وو مذهبي – سنتي فکر د دې لپاره د کار فضا محدوده کړې ده، خو دې له دې ذهنيت سره مقابله کړې او د خپلې او کورنۍ د راتلونکې لپاره يې هلې – ځلې کړې دي. دا د پاکستان د دولت له خوا د ښځو د کار او زده کړو ملاتړ د دې دليل بولي چې ښځې کولای شي په کویټه کې کار او زده کړې وکړي.

دا زياتوي: «که دلته دولتي ځواکونو د ښځو د کار او زده کړو ملاتړ نه کولای، ښايي نن به په دې ښار کې د ښځو وضعيت تر افغانستان بدتر وای؛ خو دا چې دولت د ښځو د کار او زده کړو ملاتړی دی، ښځې او نجونې کولای شي چې کار وکړي. زه په خپله چې به کله کار ته تللم، ټولو به راته کتل. دا چې زما جامه د کويټې له ښځو متفاوته وه، ورو – ورو د خلګو په سترګو کې بلده شوم. اوس ما ټول پېژني او باور مې دادی چې کار سختې ورځې مې تېري شوې دي.»

راني د پاکستان په کويټه ښار کې له هغو محدودو نجونو څخه ده چې د ټيکري يا چادري له پر سر کولو پرته له کوره وزي، دا جامه د دې ښار د اوسېدونکو اصلي پوښاک دی. راني وايي چې د طالبانو تر واکمنېدو درې مياشتې وړاندې يې غوښتل چې بيرته افغانستان ته ولاړه شي؛ خو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له خپلې پرېکړې تېره شوې او غواړي په پاکستان کې پاتې شي.

دې زياته کړه: «غوښتل مې افغانستان ته ولاړه شم. افغانستان په تازه توګه د ازادۍ له خوند سره بلد شوی و خو طالبان بيا راغلل. که څه هم زه په پاکستان کې لويه شوې يم، خو د افغانستان د هرې نجلۍ درد چې نن د طالبانو له وجې له درس او زده کړو پاتې دي، په ټول وجود سره درک کوم. دلته (کويټه) هم د طالبانو نفوذ زيات دی؛ خو د دوی پر وړاندې د دولت د قاطعيت له وجې ډېر څه نه شي کولای.»

راني واحدي هغه ښځه ده چې له یوولسو کلونو راهیسې په کویټه کې خبریاله ده. انځور: خواله رسنۍ

له هغو شمېرو سره سم چې اطلاعات روز ورځپاڼې تر لاسه کړي دي، د بلوچستان ايالت د کويټې ښار په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۱۵ سلنه ده. تر طالبانو وړاندې په افغانستان  کې په دولتي ادارو کې د ښځو سلنه ۲۳ وه او د افغانستان دولت په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې زياتولو خبرې کولې. اوس مهال د طالبانو په حکومتي ادارو کې هيڅ ښځه کار نه کوي او طالبانو د يوه فرمان له مخې په خصوصي او نړيوالو موسېساتو کې هم د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی. طالبانو يوازې په هغو کم شمېر ادارو کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړې ده چيرته چې د دوی شتون اړين دی او د دوی له شتون پرته کار نه شي کېدلای.

پرتلنه

د پاکستان بلوچستان ايالت د افغانستان د دریو لسيزو په پخوانيو تحولاتو کې مهم رول درلودلی او په افغانستان کې د طالبانو د قدرت د سرچينې په توګه ګڼل کېږي. که له دې اړخه د پاکستان د بلوچستان ايالت او د افغانستان د ښځو وضعيت سره پرتله کړو، تر منځ يې زيات تفاوتونه موندلای شو.

لیکوال چې د خپل درې ورځني سفر پر مهال د کويټې او بلوچستان له خلکو سره په اختلاط کې د ښځو په اړه د دې ټولنې کوم ليد موندلی دی هغه دادی چې د ښځو په اړه د دې خلګو ليد زن ستيزانه/ښځ‌ځپونکی دی؛ هغه چې عيني مصداق يې د افغانستان په کابل او کندهار کې اوسنيو واکمنو پلی کړی دی. د بلوچستان ايالت او افغانستان تر منځ يوازې دا توپير شته دی چې په بلوچستان کې دولت د ښځو د حقونو ملاتړ کوي او د دې ايالت د خلکو له افراطي افکارو سره – سره ښځې کولای شي چې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري.

کله چې د بلوچستان ايالت د خلکو فکر افراطي ګڼو هدف مو يې هماغه افراطيت دی چې د طالبانو په افکارو کې پټ دی او د دې سبب شوی دی چې د خپل هيواد نيم نفوس حذف کړي او خپلو بشري حقونو ته هم لاسرسی ونه لري.

په کابينه کې د ښځو نشتون، د ښځو پر اعتراضونو بنديز، په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بنديز، پر موسيقي بنديز، پر ورزش بنديز، په پوهنتون کې د ښځينه او نارينه محصل تفکيک، پر منځنيو ښځينه ښوونځيو بنديز، پر سينما بنديز او په ټلويزیون کې جبري حجاب، له محرم پرته پر سفر بنديز، د امن کورونو تړل، په ښار کې د تګ – راتګ پر مهال جبري حجاب، د ښځو پر موټر چلولو بنديز، د پوهنځيو  پر انتخاب محدوديت، ورزشځای، پارک او ښځينه حمامونو ته د ښځو پر تګ بنديز، له تحصيلي جشنونو د ښځو بندول، د ښځو پر وړاندې د پوهنتون دروازې تړل، په خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګول هغه سختدريځي بنديزونه دي چې طالبانو د افغانستان پر ښځو لګولي دي. افغانستان اوس مهال د دنيا تر ټولو خپه هيواد ګڼل شوی دی او د هيواد وګړي هره ورځ د هيواد پرېښودو په لټه کې دي. په داسې حال کې چې په هغه ځای کې چې د طالبانو د را پيدا کېدو ځای ګڼل کېږي، د پاکستان په بلوچستان ايالت کې ښځې خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی لري. پورته ياد شوي موارد هغه څه دي چې ښځې ورته په بلوچستان ايالت کې لاسرسی لري؛ حتا په هغو قبايلي سيمو کې هم چيرته چې طالبان ځان ته سرتېري راټولوي. که څه هم د بلوچستان ټولنې د افراطي افکارو له وجې په دې ايالت کې د ښځو د ازادۍ کچه کمه ده خو د ښځو له حقونو د پاکستاني دولت ملاتړ د دې سبب شوی دی چې د ټولنې دا ستر قشر وکولای شي چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي، کار وکړي او خپلو نورو اساسي حقونو ته لاسرسی ولري.