اطلاعات روز: د ملي امنيت پخوانی رييس او له طالبانو سره د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي رييس د سرتيري د ملي ورځې په مناسبت ويلي، چې د سرتېرو لاسته راوړنې د سياسي رهبرانو د تېروتنو او اختلافونو له وجې ضايع شوې دي.
پخواني حکومت نن (د کب نهمه) د سرتېرو ملي ورځ نومولې وه او په دې ورځ د نظاميانو د ملاتړ په موخه برنامې ترسره کيدلې.
د ملي امنيت پخواني رييس په دې مناسبت د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي، چې د کب نهمه د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د هغو د سرښندنو او زړورتيا د يادولو ورځ ده.
ستانکزي ليکلي، چې پخواني نظاميان او د هغوی کورنۍ نن ورځ له «زياتو» ستونزو سره مخ دي.
ده د سرتېرو هېرول يوه نه بخښونکې ګناه بللې ده.
ستانکزي ويلي: «متأسفانه چې د تاريخ په اوږدو کې سرتېرو او مجاهدينو د هيواد لپاره قربانۍ ورکړې او د سياسي مشرانو امرونه يې عملي کړل، خو د سياسي مشرانو د تېروتنو او اختلافاتو په پايله کې ټولې لاسته راوړنې ضايع شوې.»
د ملي امنيت پخوانی رييس وايي، چې افغانستان د ثبات او د هيواد د هوايي او ځمکني حريم د دفاع لپاره ملي امنيتي بنسټونو ته اړتيا لري او «دا پانګه بايد د غچ اخيستنې او سياسي افکارو قرباني نشي».
پخواني نظاميان دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بې برخليکه، بېکاره او د طالبانو له غچ اخيستنې سره مخ دي.
د افغانستان د بيارغونې په چارو کې د امريکا پلټونکې ادارې (سيګار) په يوه راپور کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو پاشل کېدل ارزولي او ويلي يې دي چې پخواني ولسمشر اشرف غني پر قومي اساس خپل ځان ته وفادار افراد په امنيتي ځواکونو کې ټاکل او دې چارې د امريکا د وتلو تر څنګ، د افغانستان پوځ او پوليس وپاشل.