انځور: خواله رسنۍ

ختیځ کې غیر قانوني ښکار د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړی

ختیځ میشتي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د کبانو غیر قانوني ښکار زیات شوی چې له امله یې د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی.

د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ اوسیدونکی شاه ولي خان وایي، چې د دغه ولایت په لعلپورې، بهسودو، کامې، ګوشتې، کوز کونړ او یو شمیر نورو هغه ولسوالیو کې چې د کابل او کونړ سیندونو ته نږدې پرتې دي، پکې د سیندونو کبان د مرګي دانې، برېښنايي شارټونو او لاسي بمونو په وسیله ښکار کیږي.

شاه ولي خان زیاتوي: «د نورو ولایتونو سره سره په ننګرهار کې هم کبان په غیر قانوني ډول لکه د بمونو، مرګ دانې او دغه راز د برقي شارټونو په وسیله نیول کیږي او زمونږ اندیښنه دا ده که دا ډول د کبانو ښکار دوام وکړي نو په راتلوونکو څو کلونو کې به د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ شي؛ زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د کبانو دا ډول ښکار منع شي.»

د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی شبیر احمد د کرنې ریاست پر چارواکو هم نیوکه کوي چې په دغه ولایت کې یې د کبانو د غیر قانوني ښکار د مخنیوي په برخه کې څه ډول چې لازمه ده اقدامات نه دي کړي.

نوموړی وایي، د کبانو غیر قانوني ښکار ډیر کله د یو شمیر کسانو له لوري په چریکي ډول د تفریح په ورځو کې د سیند پر غاړه کیږي.

شبیر احمد زیاتوي: «د کبانو غیر قانوني ښکار په ننګرهار کې د اندیښنې وړ دی او په دې برخه کې د کرنې ریاست چارواکو هم څه ډول چې لازمه ده اقدامات نه دي ترسره کړي، ډیر کله دا ډول ښکار د جمعې او نورو تفریحي ورځو کې د کونړ سیند غاړو ته ترسره کیږي.»

یو شمیر ځوانان چې د برقي شارټونو له لارې کبان نیسي. انځور: خواله رسنۍ

له ننګرهار سربیره د کونړ اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د کونړ سیند ته څیرمه سیمو کې د کبانو غیر قانوني ښکار زیات شوی دی.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی افتخار احمد وایي، زیاتره وخت د کبانو ښکار د لاسي بمونو او بریښنایي شارټونو په وسیله د هغه طالب چارواکو او سرتیرو له لوري کیږي، چې کونړ غاړې ته د رخصتیو په ورځو کې د تفریح په موخه راځي.

 نوموړی له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، چې په ختیځو ولایتونو کې دې د کبانو غیر قانوني ښکار د مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات ترسره کړي.

هغه اندیښنه لري که د کبانو غیرې قانوني ښکار منع نشي نو د کبانو نسل به د ورکیدو له ګواښ سره مخ شي.

افتخار زیاتوي: «کونړ کې هم کبان په لاسي بمونو او دغه شان د جنراتور د بریښنا په وسیله نیول کیږي او دا ډول د کبانو ښکار ډیر کله په خپله د طالبانو له لوري کیږي؛ چې کونړ سنید غاړو ته د تفریح په موخه راځي او بیا د کبانو د ښکار په وسیله خپله ساعت تیري کوي زمونږ غوښتنه دا ده چې هیچاته دې

اجازه نه ورکول کیږي چې کبان په بې رحمانه ډول ښکار کړي ځکه په دې سره د کبانو نسل ورکیږي او په دې برخه کې د حکومت پاملرنه ډيره مهمه ده.»

د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی پرویز هم په دغه ولایت کې د کبانو غیر قانوني ښکار د اندیښنې وړ مسله بولي.

نوموړی وایي، د دغه ولایت په سیند کې هم د رخصتیو او نورو ورځو کې د طالبانو سر بیره د عامو خلکو له لوري کبان د مرګ دانې او لاسي بمونو په وسیله نیول کیږي چې د کبانو نسل یې د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړی.

هغه د کبانو غیر قانوني ښکار د مخینوي په برخه کې د کرنې ریاست مسوولینو او له نورو مسوولو ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او وایې، حکومت دې هغه کسان ونیسي چې له غیر قانوني لارو کبان نیسي.

پرویز زیاتوي: «مونږ له حکومت په دې برخه کې دجدي اقداماتو غوښتنه کوو، چې باید په لغمان او نورو ولایتونو کې د کبانو د غیر قانوني ښکار مخه ونیسي اوهغه کسان چې دا کار بیا هم کوي دوی ته باید سخته سزا ورکړل شي، ځکه څوک کبان نیسي نو داسې دې نه کوي، چې نسل یې ورک کړي بلکې دې ټول برخو ته باید پام وکړي.»

ننګرهار کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست. انځور: اطلاعات روز

بلخوا د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي خبر ورکوي او وایي، ګڼ شمیر هغه کسان یې نیولي چې په دغه ولایت کې یې کبان په غیر قانوني ډول ښکار کول.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې ریاست اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیایي امر ضمیر بهسودی وایي، چې د طالبانو د مشر له لوري په ټول هیواد کې د کبانو غیر قانوني ښکار(په مرګ دانې، بریښنایي شارټونو، لاس بمونو) سره منع اعلان شوی دی.

نوموړی زیاتوي یوازې خلک کولای شي د دامونو په وسیله د خپل ضرورت مطابق کبان ونیسي او د خوراک لپاره ترې ګټه واخلي.

هغه هم مني، چې د دغه ولایت په یو شمیر لېرې پرتو سیمو کې ځینې خلک کبان د برېښنایي شارټونو، لاسي بمونو او مرګي دانې په وسیله کبان نیسي.

بهسودی زیاتوي: «د ننګرهار په ځینو سیمو کې کبان په غیر قانوني ډول لکه په بریښنایي شارټونو او مرګي دانې او نورو غیر قانوني ډول ښکار کیږي، چې دا ستونز یوه جدي ستونزه ده؛ نو په همدې خاطر مشرانو امر کړی او ټینګار پکې شوی چې هیڅوک نشي کولای په داسې ډول کبان ښکار کړي چې د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړي او په دې برخه کې مونږ هم جدي کار کړی او ګڼ شمیر کسان مو نیولي چې دوی به د برق په شارټونو او دغه راز د بمونو په وسیله کبان نیول.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، چې سږکال یې په پنځه سوه جریبه ځمکه د کبانو نوې روزنځایونه جوړکړي او تمه لري چې تر ډیره به هیواد د کبانو په کورنیو تولیداتو په ځان بسیا شي.

د مسوولینو په خبره د تولید شویو کبانو به نه یوازې زیات عواید ترلاسه کړي، بلکې ننګرهار او يو شمېر نورو ولایتونو ته به د بهرنيو کبانو د رالېږد مخه هم تر ډیره ونيول شي.

ننګرهار کې د کبانو تازه جوړ شوی روزنځای. انځور: اطلاعات روز