واشنګټن پوسټ: طالبانو د ښځو د طلاق زرګونه دوسيې باطلې کړي

اطلاعات روز: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو د طلاق په زرګونو دوسيې باطلې شوي او دا ښځې د خپلو پخوانيو مېړونو له لوري له بندي کېدلو او تاوتريخجنې غچ اخيستنې سره مخ دي.

دا راپور چې نن (شنبه، ۱۳ د کب) خپور شوی، د پخوانيو قاضيانو او مدافع وکيلانو په وينا وايي، چې دې ښځو د جمهوريت په نظام کې د خپلو مېړونو له خوښې پرته طلاق اخيستی و.

د دې راپور په وينا، «يو اړخيز» طلاقونه په تېرو شلو کلونو کې عموما هغو ښځو ته ورکړل شوي، چې هڅه يې کوله له خپلو «بدو» يا هم روږدو مېړونو ځان خلاص کړي.

واشنګټن پوسټ په دې راپور کې ليکلي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره شرايط د هغو مېړونو په ګټه بدل شوي چې ښځو يې ترې په تېر حکومت کې طلاق اخيستی و، په ځانګړې توګه هغه مېړونه چې له طالبانو سره اړيکه لري.

په دې راپور کې له يو شمېر هغو ښځو سره خبرې شوې چې د طالبانو او خپلو پخوانيو مېړونو له وېرې په پټه ژوند کوي.

له دې ښځو څخه يوه يې چې ۲۲ کاله عمر لري، ويلي دي چې له لومړي مېړه تر طلاق اخيستو وروسته يې له دويم مېړه سره نوی ژوند پېل کړی و او هيڅکله يې فکر نه کاوه چې په پټه او وېره به ژوند وکړي.

دې ويلي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يې د لومړي مېړه له لوري ګواښونکې اړيکې تر لاسه کړې او له همدې وجې يې دويم مېړه چې هسې نه سبا د طالبانو له لوري په زنا تورن شي، پرېيښې ده.

يوې بلې نجلۍ ويلي، چې په ۱۳ کلنۍ کې د «خپل پلندر» له لوري واده ته مجبوره شوې ده او تر کلونو مبارزې وروسته له خپل روږدي مېړه څخه جلا شوې او دويم ځل يې واده کړی دی. دې هم ويلي چې اوس پټ ژوند کوي او طالبان چې څه ته «زنا» وايي، له هغې وجې ځان په خطر کې ويني.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې ډلې له لوري د طلاق قانون د تغيير او څرنګوالي او همدا راز په تېر حکومت کې د ورکړل شويو طلاقونو په اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

خو مجاهد ويلي، چې د طلاق په دوسيو کې بايد مېړه او ښځه قاضي ته حاضر شي تر څو د طالبانو په تفسير له اسلامي قوانينو سره سم د طلاق غوښتنه وکړي.

له دې سره – سره، د راپور په يوه برخه کې راغلي، چې «د افغانستان په کلکه محافظه کارې ټولنې» په تېر حکومت کې هم ښځو ته طلاق اخيستل ستونزمن کړي و، په ځانګړې توګه په کليوالي سيمو کې چيرته چې ښځو د طلاق اخيستلو جرأت نه شوای کولای.

د بېلګې په توګه، په دې راپور کې له ۳۶ ښځو سره خبرې شوې دي، ويلي يې دي چې له دواړو اړخونو (د پلار او خسر د کورنيو) له خوا ګواښ ورته کېږي چې که له خپل مېړه سره ژوند کولو ته دوام ورنه کړي، نو وبه وژل شي.

يوې بلې ښځې ويلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې يې له خپل مېړه طلاق اخيستی و او کله چې يې له خپلو وروڼو سره اړيکه ونيوله چې د هغوی کور ته بیرته ورشي، نو د رد ځواب ورکړل شو. وروڼو يې دې ته ويلي دي: «يوازينۍ لاره داده چې د موږکانو دوا وخورې او خپل ځان ووژنې!»

د واشنټن پوسټ په وينا، دا ښځه د خپلې کورنۍ له يوه غړي سره چې د دې خور ده په اړيکه کې ده او هغه هم د خپل مېړه له لوري وهل کېږي. خور يې دې ته ويلي: «کاش چې زه هم ستا په څېر بيداره وای او له خپل مېړه تښتېدلې وای، خو اوس [د طالبانو په وخت کې] دا کار ناشونی دی.»

له بله اړخه، په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هغو ځايي مرستندويو ډلو فعاليت درېدلی دی چې هغو ښځو ته به يې پناهځای او مشوره ورکوله چې له «نامناسبو» اړيکو به تښتېدلې. يوه روانپوه ويلي چې [د طالبانو] امنيتي ځواکونو يې تر هغه وروسته دفتر وتاړه چې دی او همکاران يې د طالبانو د حکومت پر خلاف د لاريونونو په پلانولو تورن کړل.

د راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ځورونې او کورني تاوتريخوالي ثابتول هم ستونزمن شوي دي.

دې روانپوه ويلي: «له نوي قانون سره سم بايد ښځې لومړی د پوليسو مرکز ته ورشي او د سوء استفادې او يا يې هم که مېړه په نشيي توکو روږدی وي، په تړاو ګڼ شاهدان وړاندې کړي. خو د واده په ځورونه کې عموما شاهد نه وي، ځکه جرم تر پردې شاته پېښېږي.»

يوې مدافع وکيلې واشنګټن پوسټ ته ويلي: «طالبانو د هغو نارينه‌وو لپاره عالي موقعيت برابر کړی چې په غچ اخيستلو پسې دي. محکمو خپل تاثیر له لاسه ورکړی او د هغه پر ځای په [عام محضر] کې د زنا په تور د ښځو د دُرې وهنې شاهدان يو.»