له افغانستانه د امريکا د وتلو څرنګوالی؛ کنګرې د امريکايي نظاميانو څرګندونې واورېدې

اطلاعات روز: د کنګرې د بهرنيو اړيکو کميټې له افغانستانه د امريکا د وتلو د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پېل کړې دي او په دې اړه يې د امريکايي نظاميانو شاهدۍ واورېدې.

د سي اين اين له راپور سره سم، په دې غونډه کې چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۷ د کب) وشوه، دوو هغو نظامي امريکايانو چې د وروستيو اونيو پر مهال په افغانستان کې و او دریو هغو نفرو خبرې وکړې چې د تخليې په عملياتو کې يې ګډون درلود.

د متحده ايالاتو سمندري پوځي تايلر وارګاس اندروز د هغو ورځو عاطفي او تفصيلي شاهدي ورکړه چې يوې چاودنې پکې د ۱۳ امريکايي نظاميانو او تر ۱۰۰ د زياتو افغانانو ژوند واخيست.

دی په خپله په دې بريد کې ژوبل شوی و، ويې ويل: «د فشار يوه لويه څپه راغله، زه پر ځمکه پرېوتم خو سمدستي پوه شوم چې څه پېښ شوي دي. سترګې چې مې وغړولې پر هغو سمندري پوځيانو ولګيدې چې شاوخوا بې‌‌هوښه او يا هم مړه و. سل کسه په يوه شېبه کې ورک شول. زما بدن له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پرزو په ويرجنه توګه ژوبل کړ.»

وارګاس اندروز دا پر شاتګ «ناورين» بللی او قانون جوړوونکو ته يې ويلي، چې «مسووليت نه منل او نه پاملرنه دومره زيات و چې توجيه يې نشي کېدلای.»

ده د اړو-دوړ د ورځو انځور کښلی او له هغو افغانانو سره يې تاوتريخوالی بيان کړی چې د طالبانو له وېري په تېښته و.

ده ويلي: «ځينې افغانان چې له حامد کرزي هوايي ډګر څخه وشړل شول، هڅه يې وکړه چې زموږ پر وړاندې پر خاردار سيم راواوړي. بې شمېره افغانان زموږ پر وړاندې په ۱۵۵ يارډي کې د طالبانو له خوا شپه او ورځ وژل کېدل.»

ده زياته کړې چې امريکايي نظاميانو په ځنځيري شکل د «جناياتو» راپور ورکړی دی، خو ورته پاملرنه نه ده شوې.

دې نظامي ادعا کړې چې پر هوايي ډګر د بريد په ورځ د لوړپوړو امريکايي نظاميانو له لوري د ګواښ خبرداريو ته پاملرنه نه ده شوې.

وارګاس اندروز وويل، چې د اګست پر ۲۶مه د چاودنې په ورځ يې يو کس د خلکو تر منځ وليد چې «يوه ځانمرګي بريدګر ته ورته و او آبي دروازې ته نږدې و.»

ده زياته کړې چې د ارتباطي شبکې له لارې يې خبر تر لاسه کړی و، چې يو شونی ګواښ شته دی او شونتيا شته چې د لاسي بم بريد وشي، خو د ده په وينا د ډزو کولو لپاره د قطعې د قومندان اجازې ته اړتيا وه.

د وارګاس اندروز په وينا، د قطعې قومندان د ډزو په اړه په ځواب کې وويل، چې «نه پوهېږم».

دی کيسه کوي: «ما او زما د ډلې مشر په ټينګه وپوښتل چې ښه، نو دا کار به څوک کوي؟ ښاغلې خو همدا [اجازه] ستاسو کار دی، هغه  (قومندان) دويم ځواب راکړ چې زه نه پوهېږم، خو پام به کوو. موږ ته هيڅ ځواب رانکړل شو. اخر هم هغه سړی ورک شو. تر نن ورځې مې هم باور دادی چې ځانمرګی بريدګر هماغه و.»

دې نظامي زياته کړې چې د لوړپوړي قومندان له لوري ورته پام ونه شو او د دوی د امنيت په تړاو هيڅ ځواب ويونکی نه و.

په دې غونډه کې يوه متقاعد ډګروال د امريکايي نظاميانو د هغو متحدينو په اړه خبرې وکړې چې په افغانستان کې پاتې شوي دي.

ده وويل: «هغو افغانانو چې ژوند يې په خطر کې له ما او په زرګونو نورو نفرو د مرستې غوښتنه وکړه.»

د ۲۱ مفتقينو له هوايي کرښې څخه چې د تخليې عمليات يې ترسره کړي فرانسېس هونګ په خپله شاهدي کې وويل، چې د دې عملياتو پر مهال چې به يې کله د مرستې غوښتنې پيغامونه اورېدل، نو ژړل به يې.

هوآنګ وويل: «اوس زموږ وار دی چې لازمه زړورتيا وښيو او له هغو افغان متحدينو سره خپلې ژمنې پوره کړو چې شاته پاتې دي.»

په افغانستان کې د متحده ايالاتو د دوو لسيزو تر ښکېلتيا وورسته د بايډن د حکومت له لوري بې نظمه پر شاکېدنه د جمهوريت غوښتونکو استازو تر کلک نظارت لاندې ده.

په دې لړ کې د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې نوي رييس مايک مک کال ژمنه کړې ده چې دا موضوع به ارزوي.